لیکنېمقالی اوتبصرې

‏د غرامت مستحق څوک دي؟

حمزه حسيني

د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتمبر مياشتې پر ۱۱ نېټه د سه شنبې په ورځ کابو ۱۹ کسانو چې ويل کيږي ټول عرب او د القاعده ډلې سره يې تړاو درلود د امريکا متحده ايالاتو ۴ مسافر وړونکې الوتکې يرغمل کړې، يادې الوتکې د لوګان انټرنيشنل، دالاس انټرنيشنل او د نيويارک له هوايي ډګرونو څخه کليفورنيا ايالت ته پر لاره وې، له یرغمل شويو الوتکو دوو يې د نيويارک له دوو لوړ پوړو سوداګريزو ودانيو سره ټکر وکړ، درېيمه يې د دفاع وزارت (پينټاګون) له ودانۍ سره وجنګول شوه او څلورمه يې چې ځمکې ته نږدې شوې وه پنسيلوانيا ايالت کې سقوط وکړ.
په دې پېښه کې ټول ۲۹۹۳ کسان ووژل شول، له یرغمل نيوونکو کسانو پرته په دغو څلورو الوتکو کې ۲۴۶ کسانو ژوند د لاسه ورکړ، ۲۶۰۲ کسانو د سوداګريزو ودانيو د ړنګېدو له امله ووژل شول، ۱۲۵ کسان په پينټاګون کې مړه شول چې ټيموټي مودي يې له ټولو لوړ رتبه جنرال ياد شوی دی، په وژل شويو کې ۳۴۳ تنه اور وژونکي او ۶۰ تنه د نيويارک د پوليسو له ډلې څخه وو، تر دې پېښې يوه مياشت وروسته د امريکا متحده ايالاتو د هغه وخت ولسمشر جورج بوش له شواهدو پرته د ړانده قضاوت له مخې افغانستان په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن او په دغه جګړه ځپلي هيواد يې خپل ظالمانه پوځي هجوم راوړ.
د امريکا له دې ظالمانه پرېکړې او پوځي يرغل وروسته د طالبانو اسلامي تحريک ړنګ، زرګونه افغانان مهاجر، بنديان، شهيدان او ټپيان شول، امريکا له ګڼو کفري هيوادونو سره يو ځای ټول بين المللي قوانين تر پښو لاندې، د افغانستان خاوره یې اشغال او دلته يې کابو دوه لسيزې همدې ناروا اشغال ته دوام ورکړ، چې له امله يې د زرګونو بې ګناه افغانانو وينې تويې کړلې.
افغانان چې لا پخوا يې کفري متجاوزو قدرتونو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي وو، د صليبي لښکرو پر وړاندې هم سره يو موټی شول او د الله تعالی په کامل نصرت يې صليبي متجاوزينو ته د تېر په څېر تاريخي شکست ورکړ، خو دا چې کفري نړۍ نور څه نه شوای کولی، پر افغانستان د ګڼ شمېر بنديزونو سربېره يې د عامو افغانانو زېرمې هم کنګل کړې، وروسته يې په اړه وويل شول، چې ددغو کنګل شويو زېرمو نيمه اندازه چې ۳.۵ ميليارده ډالره کيږي، ښايي د ۱۱ سپتمبر قربانيانو ته د غرامت په ډول ورکول شي، د افغانانو د شتمنيو تر کنګل کېدو را وروسته په پراخه کچه د امريکا دغه پرېکړه وغندل شوه او دا يې د يوه شتمن هيواد غلا وبلله، خو د کنګل شويو شتمنيو نيمه برخه يې سويس کې يوه بانک ته په امانت ډول ورکړل شوه، دا به د افغانانو ښه بخت یاد کړو چې ددغي ساتل شوې زېرمې په هکله ويل شوي چې يادو شتمنيو ۵۰ ميليونه ډالره ګټه کړې ده.
دا چې د امريکا ددې جابرانه پرېکړې څخه دا دی کابو دوه کاله تېرېدونکي دي، د تېرې سه شنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو د نيویارک ايالت د منهټن د يوې محکمې قاضي دا پرېکړه وکړه چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتمبر د ۱۱ مې قربانيان نشي کولی، د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو ۳.۵ ميليارده ډالره د غرامت په توګه واخلي، قاضي جورج ډانيلز ويلي، دا شتمني د افغانستان بانک پورې اړه لري او عامو افغانانو حق دی چې د ۱۱ سپتمبر قربانيان يې د غرامت په توګه هيڅکله نشي تر لاسه کولی.
زما په اند که د غرامت په اړه فکر وکړو د نړيوالو قوانينو له مخې امريکا او ناټو باید افغانانو ته د تېر شل کلن اشغال او په دې موده کې د کړيو بشر ضد کړنو غرامت افغانانو ته ورکړي، ځکه پر مظلوم افغانستان د دوی ناروا اشغال هيڅ کوم قانوني اړخ نه درلود، د همدې غير قانوني کړنو د جبران لپاره امريکا او متحدين يې افغانانو ته ملامت دي او بايد په لوړه اندازه غرامت ورکړي.
دوی پر ځای ددې چې افغانان د غرامت مستحق وګڼي، بلعکس يې پر افغاني واکمنانو نړيوال بنديزونه لګولي، پر افغاني واکمنانو يې د سفر او اقتصاد محدوديتونه وضع کړي، چې دا د يو مظلوم هيواد پر وړاندې د نړيوالې ټولني غير منصفانه پرېکړه ده او تاريخ به يې هيڅکله هېره نه کړي، هغه څه چې امريکا له څه مودې وروسته پرې نظر ثاني او پرېکړه کوي ښه به دا وي چې سر له اوسه دې د افغانانو له زورولو لاس په سر او ددغه مظلوم هيواد خلک دې عادي ژوند کولو ته پرېښودل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *