
د غزني پاسپورټ آمریت تېره میاشت څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي
د غزني د پاسپورټ آمریت په تېره میاشت کې د پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۵ میلیونه ۹۷ زره ۵۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د غزني د پاسپورټ آمریت مسوولین وایي، چې یاد عواید د وري میاشتې په لړ کې د ۲ زره ۴۱۸ ټوکه د پاسپورټونو د وېش له …
درکه راټول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، یادې ادارې ته په ورځ کې د پاسپورت عمومي ریاست له لوري د ۱۰۰ آنلاین او د ۱۰ آفلاین کسانو، وېش سهمیه ورکړل شوې او اوسمهال د پاسپورټونو د وېش لړۍ په دغه ولایت کې په منظمه توګه روانه ده.
مسوولین پاسپورت این ولاین میگویند
د یاد ولایت د پاسپورت آمریت مسوولینو وایي، چې د غزني اوسېدونکي کولای شي چې په آنلاین توګه د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره نوم لینکه وکړي او هغه کسان چې عاجل ناروغان لري کولای شي په حضوري توګه له دغه آمریت څخه پاسپورټ پرته له کوم ځنډه تر لاسه کړي.