
شعرونه
د غزې سلګۍ
د زخمي وجود دردونو ته سلګۍ کړي
زړه یې ډک دی غریو نیولی آسویلۍ کړي
د الفاظو په تار کله پییل کېږي؟
تار د اوښکو به د غاړې غاړګۍ کړي
ایماني اروا یې بلوسي پر یهودو
ګو کیسه د ابابیل د طوطکۍ کړي
د غزې شهید ماشوم داسي ویلي
چې را ستر شي غلامان به ټول زندۍ کړي
په ټوپک او ګردنۍ کې دا راز نغښتی
چاچې وپالل هماغه واکمنۍ کړي
د اقصی په غم غمژن عربه وروره
لاس په کار شه حاکمان دې عیاشۍ کړي
د “طالب” د تورې ستر امتیاز دادی
چې یې وار کړي، د دښمن غوڅه مرۍ کړي
طالب العلم زابلی