نړۍ

د غزې سیاسي حالت؛ حماس د اوربند په اړه د اسرائیلو وړاندیز رد کړی

غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت مرکزي غورځنګ حماس ویلي، د اسرائیلو هغه وړاندیز یې رد کړی، چې له مخې یې دغه غورځنګ باید خپل شپږ مهم مشران چې عمومي مشر یحیی سنوار هم په کې شامل دی، له غزې څخه باسي او صهیونست پوځ به یې په بدل کې اوربند کوي.
رویترز خبري اژانس د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې حماس او اسرائیل اصولاً د یو میاشتیني اوربند پر ټینګښت او د اسیرانو پر تبادله سلا دي، خو د جګړې د دایمي پای ته رسولو پرسر ژور اختلافات موجود دي، چې د اوربند د ټینګېدو مخه یې نیولې ده.
ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پر امریکا تور پورې کړی، چې غزه کې د اوربند د ټینګېدو مخه نیسي او نه پرېږدي، چې دواړه ښکېل لوري یوې معقولې پایلې ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *