
د غشي پر څلي
پخوا چي موټران نه وه، له يوه ښاره به بل ښار ته کاروانونه تلل، لار پر مزلونو وېشل سوې وه، کاروانونو چي به په يوه ورځ کي تر لمر لوېدو څومره لار وهل، هغه به يو مزل باله کېده، او پای به ئې کلا، پړاو، کاروان سرای او يا رباط باله. د کندهار او کابل پر لار د څلورم مزل په پای کي يو منار ولاړ وو چي پښتنو غشی باله.
علامه رشاد د ميوند مجلې ته په يوه ليکنه کي ليکي: “په ۱۱۷۳ه ق کال کي چي احمدشاه بابا له کندهاره د مرهټو سره د غزا په نيت ووت، نو مازيګر ئې د اوسني غشي منار پر ځای واوړل [اوس ښارصفا ولسوالي] او نږدې ئې د فال په ډول د غشي ويشتلو لوبه وکړه. کله چي د بابا لومړی غشی پر نخښه ولګېد، ټولو قومندانانو يو بل ته مبارکي وويل؛ احمدشاه بابا وفرمايل: «که د لوی خدای په فضل وطن ته بريالي راستانه شوو، ددغي نخښي پر ځای به د سوبي په توګه يو څلی جوړوو…»”.
ښايي ددې فال مانا به دا وه چي: ‘که غشی پر نخښه ولګېدی بريالي کېږو، کنې ماته خورو…’ چي دا د هغه وخت د جنګي طرز فکر يو خورا مهم اړخ وو.
کله چي د ۱۷۶۱ع کال د پاني پت سوبه د پښتنو په برخه شوه او احمدشاه بابا د هيواد پلازميني [کندهار] ته ننواته، هري خواته د خوښۍ ډولونه وهل کېدل، او کندهار ته نږدې ئې د ترنک رود پر شمالي څنډه د غشي په نامه ځلی ودان کړ.
علامه رشاد څلوېښت کاله د مخه دغه منار مېچ کړی دئ چي وايي”پنځه نيم متره جګوالی ئې لاره”.
زابل شل سپېڅلي او تاريخي ابدې لري چي سلګونه کلونه د مخه د زابل د عظمتونو، برم او دبدبې کیسې راته کوي، خو اوسنۍ خواري ورځي ته په کتو سړی پوهېږي چي اشخاصو او دولتونو د خپلو درواغجنو شعارونو په ويلو له يوه ستر اولس سره څومره ستره جفا کړې ده، زابليان دي د دولت په تمه د کښنستو پر ځای د ميرويس نيکه د کلا، د کلات بالاحصار او محمد هوتک د قبر غم په خپله وخوري!!!
زموږ دغه د ملي هويت وداني ما اته کاله د مخه په خورا بد حال کي د سړک سره په دوه ميترۍ کي وليدل چي پاشلو او رالوېدلو خښتو ئې د وجود چړېکي د هر افغان زړه ته لار کوله، خو درېغه چي چا د نخود ارزښت هم نه ورکاوه. نوموړی څلی څو کاله د مخه په غېر فني ډول له نړېدو وژغورل شو خو معنوي جوړښت ئې په دې نوي فني نړۍ کي د لاسه ورکړ او اوس حيران او د ناچلې سيکې غوندي يوازي په يوه سپېره صحرا کي شپې سبا کوي.
ياد څلی د وړو خښتو څخه په ګچو او ښه معماري جوړ وو چي ښايي پخوا دوه/درې منزله وو او يا ئې هم پر سر کوم د ښايست څه لرله.
سردار ولي پښتونزوی