افغانستان

د غنمو له اړخه د ځان بسیاینې پر ستراتیژۍ بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په پرونۍ نوبتي غونډه کې د غنمو د تولید  برخه کې د ځان بسیاینې پر ستراتیژۍ بحث شوی دی.

 د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په وینا، دغې غونډې ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ د غنمو تولید په برخه کې د ځان بسیاینې ستراتيژي وړاندې شوې چې تر هر اړخیز بحث وروسته د یادې کمېټې د قناعت وړ ګرځېدلې او د تاییدۍ لپاره اقتصادي کمیسیون ته سپارل شوې ده. دغه ستراتیژي د هېواد د ملي اقتصاد د پياوړتیا او خوړو خوندیتوب په موخه جوړه شوې ده، چې په تطبیق سره به یې د غنمو د تولید کچه زیاته او په کیفیت کې به یې هم د پام وړ ښه‌والی راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button