ټولنه اوکلتور

د غوره شخصیت جوړونې پنځه بنسټونه

۱ـ مور او پلار
د مور او پلار غېږ د ماشوم د روزنې ښوونځی دی، په دې وخت کې د ماشوم فکري کڅوړه تر بل هر وخت خالي وي څه چې له خپل مور او پلار څخه اوري او یا ویني هغه له ځان سره خوندي کوي، چې په همدې توګه ماشوم مثبت او یا منفي روزل کېږي.
کله نا کله مور او پلار د خبرو پر وخت بېلابېل توري کاروي، هغوی وايي:
ته خو ډېر لټ يې.
ته ولې هغه کار نشې کولای چې پر تا لازم دی؟
ته بې نظمه یې، ته خو ډېر نا غېړه او لټ يې لکه فلانی…..
دوکتور ټشاډ هلیمسټر په خپل کتاب ( له خپل ځان سره د خبرو پر مهال ته څه وايې؟) کې لیکلي دي:
د یوې روزونکې کورنۍ له خوا خپل ماشوم ته په لومړي ۱۸ کلونو کې تر ۱۴۸۰۰۰ زیات ځله ( نه ) او ( مه کوه) ویل کېږي. او دی په همدې کتاب کې لیکي چې: په همدې موده کې مثبت ځواب تر ( ۴۰۰ ) ځله ډېر نه وي.
طبعآ په داسې چلند کې مور او پلار ګرم نه دي، بلکې له بده مرغه دوی له اولاد سره د غوره چلند څخه نا خبره وي، ځکه دوی خپله همداسې روزل شوي وي چې په همدې ډول دوی هم له ارادې پرته خپلو اولادونو ته منفي روزنه ورکوي؛ خو سره له میني.
هوښیاران وايي: ماشوم لویول د اوسپنې چيچل دي، هره کورنۍ د خپلو ماشومانو د روزنې دنده پر غاړه لري، که هغوی خپلو ماشومانو ته داسې چاپېریال برابر کړي چې د ماشوم د ښې روزنې لامل ګرزي؛ نو ماشومان به د خپل مور او پلار د هیلو سره سم وده کوي؛ نو ځکه مور او پلار باید د ماشوم ورځني کړه وړه په دقیقه توګه وڅاري، د هغوی سره په ورین تندي خوږې خبرې وکړي او تل داسې توري ورته وکاروي چې دوی ته روحي ډاډ ور بښي او په زړونو کې مینه کري او باید د ورځې په یوه ځانګړې برخه کې د خپلو ماشومانو د کړو وړو پوښتنه وکړي ترڅو دوی پوه شي چې زموږ هر ډول کړه وړه څارل کيږي او که د دې بر عکس یوه کورنۍ د ماشوم کړنو ته هېڅ پام نه کوي او په بې پروايی سره يې خپل سري پرېښي وي؛ نو پړه به یوازې د مور او پلار او کورنۍ پر مشرانو وي.
۲ـ ښوونځی
ښوونځی هغه بنسټیزه تربیتي ځاله ده چې زده کوونکي ته په کې د خپل راتلونکي پانګه برابریږي، په همدې ځاله کې زده کوونکي د خپلو استادانو لار ښوونې تر لاسه کوي، د هغوی څخه روحي او معنوي انرژي اخلي، هغوی کړه وړه څاري او په خپله حافظه کې يې خوندي کوي؛ نو استاد چې له زده کوونکو سره څه ډول چلند کوي هماغسې به دوی روزل کېږي، ډېر ځله داسې هم کيږي چې زده کوونکي په همدې ښوونځي کې له کومې ترخې خاظرې سره مخ شي، د بېلګې په توګه: که یو زده کوونکی د خپل استاد په درس پوه نشي او استاد یې په ځواب کې ورته وایي: ته تل په درس نه پوهېږې….. او پوښتنې کوې. نور ټولیګيوال چې د زده کوونکي دا حالت وویني؛ نو خاندي او په ده پورې به ملنډې وهي؛ نو کوم زده کوونکی چې ډېری وخت له داسې ستونزو سره مخ کېږي هغه به د منفي اغېزو ښکار وي، په حقیقت کې مکتب په روزنه او شخصیت جوړونه کې دوه یم بنسټ دی چې ډېری وخت مثبت او کله منفي هم وي.
۳ـ ملګري:
ملګری په اساسي ډول پر خپل ملګري بشپړ اغېزلري، له یو بل نه مثبت او منفي فکر خپلوي؛ نو که ستا د ملګري کړه وړه منفي وي پر تا به هم هرومرو منفي اغیز کوي لکه: په مخدره توکو باندې روږدي کېدل، ناوړه خبرې کول، له ښوونځي تېښته کول او داسي نور …. او که ملګری دې نېک وي او ښه اخلاق ولري؛ نو پر تا به هم ښه اغېز کوي او ته به هڅه کوې چې د ده نېک خویونه خپل کړې.
په حقیقت کې هر انسان د خپل ملګري چلند خپلوي په تېره بیا د ۸ ـ کلنۍ نه تر ۱۵ کلنۍ پورې، دا هغه عمر دی چې اروا پوهان ورته د نورو کړه وړه خپلولو موده وايي، په دې موده کې ماشومان تقلیدي فکر لري او دنورو خلکو سلوک خپلوي.
۴ ـ خپرونې:
خپرونې راډیويي وي که تلویزوني او که ورځپانې دي د اورېدونکو او لیدونکو پر سلوک بشپړ اغېز لرلای شي، خپرونې د شخصیت په جوړونه کې کارنده ونډه لرلای شي، د دې پر ځای چې په خپرونو کې خراب فلمونه یا نا وړه ډرامې خپرېږي باید دیني خپرونې، د عالمانو ویناوې، غوره مجلسونه او د ماشومانو د ښوونې او روزنې پروګرامونه خپاره کړل شي؛ نو ټولنه به له ډېرو فسادونو څخه وژغورل شي، په کومه ټولنه کې چې په دې اړه بې پروایي وکړي د هغوی ځوان نسل د ناوړه کړنو ښکار کيږي.
په امریکا کې یوه سروې شوې ده چې مالومه کړي ځوانان څه ډول ژوند تېروي، په پایله کې ثابته شوه چې ځوانان په اونۍ کې ۳۹ ساعته یوازې د تلویزون په کتلو تېروي او کله چې یو ځوان په تلویزون کې یو څه وګوري او ترې اغېزمن شي؛ نو هماغه څه کوي چې هلته یې لیدلي وي که څه هم هغه ډېر بد سلوک وي.
۵ ـ ته په خپله:
د تېرو څلورو بنسټونو سره سم ته کولای شې خپل ځان ته په خپله موخه وټاکې او هغه څه وکړې چې ستا په ګټه وي او خپل راتلونکی پرې روښانه کړې.
دوکتور ابراهیم الفقي په خپل کتاب ( په ځان باور څنګه ترلاسه کولای شو؟) کې لیکلي دي: یو ځل په یوه ناسته کې د شخصیت جوړونې په اړه وینا کوله؛ نو یوې ګډونوالې میرمنې راته شکایت وکړ چې مور او پلار یې ورسره هېڅ مینه نه کوي او په ټول ژوند یې د دوی دواړو مینه نه ده په برخه شوې او داسې یې انګېرله لکه چې هېڅوک ورسره مینه نه کوي او په دې پراخه نړۍ کې یې د یوازيتوب احساس کاو چې له همدې امله یې ډېر بد خویونه خپل کړي و، ډېره ډوډۍ به يې خوړله چې له امله یې د دې وزن زیات شوی و، عمر یې ۳۸ کلونو ته رسېدلی وو، خو بیا هم په دې ګڼ مېشته نړۍ کې لا لهانده او سرګردانه وه، غونډې ته په دې هیله راغلې وه چې که همدا ستونزه یې حل شي، له خبرو وروسته مالومه شوه چې دا خویونه دې له خپل چاپېریال څخه خپل کړي وو.
نو شونې ده چې له ځان سره فکر کول او ستا خپل کړه وړه ستا نه یو نېکمرغه انسان جوړ کړي او ټولې هیلې دې پوره کړي او یا دې ستومانه او ناهیلی د بدمرغه ژوند کندې ته ور ټيل وهي؛ په همدې اړه دوکتور هلمستر وایي: ته چې کوم شی په خپل ذهن کې ساتې، ښه وي او که بد په پایله کې به هرومرو ورسره مخ کېږې.
سر چینې:
۱ ـ احمدی، علی اصغر، ۱۳۷۲، روانشناسی شخصیت از دیدګاه اسلام، تهران، امیر کبیر
۲ – نجاتی حسین، روانشناسی کودک، ۱۳۸۸، انتشارات بیکران، تهران
۳ ـ انټرنټ

پوهنیار څارمن نورجمال وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *