اقتصاد او رغونه
د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ ټنو پورې سمنټ تولیدوي
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او ور سره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان ولایت د غوري سمنټو له فابریکو څخه لیدنه وکړه. چارواکي وایي چې د غوري سمنټو فابریکه په ورځني ډول له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ ټنو پورې سمنټ تولیدوي او هڅې روانې دي، چې تولید یې ډېر شي.

ښاغلي عبدالرحمن عطاش ، د فابریکو د ستونزو د حل د ډاډ ترڅنګ، مسؤلینو ته لارښونه وکړه، تر څو د سمنټو د تولید ډېروالي په برخه کې اړین اقدامات وکړي او هم یې کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.