
افغانستاناقتصاد او رغونه
د غوري سیمڼتو په تولید کې زیاتوالی راغلی
د بغلان ولایت د غوري سیمنټو فاریکې مسوولین په دې فابریکه کې د سیمنټو تولید د زیاتوالي خبر وکوي. د دغې فابریکې د مسوولینو په وینا، اوسمهال دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنه سیمنټ چې ۱۲ زره بوجۍ کېږي تولیدوي. د بغلان د غوري سیمنټو فابریکه په ۱۳۴۱ هجري کال کې فعالیت پيل کړی چې اوسمهال پکې تر۸۰۰ شاوخوا کسان په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.