افغانستان

د فاریاب ترافیکو مدیریت ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د فاریاب د ترافیکو مدیریت مسوولینو په یاد ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولولو خبرورکړی
دی.
د فاریاب د ترافیکو مدیرملا نجیب الله خیبرد باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د روان کال په بهیر کې په یاد ولایت کې د څه باندې ۶۷۰۰ ښي لاس او له اسنادو پرته موټر ثبت او راجسترشوي او ۵۲۰ نور وسایط د باقي دارۍ له کبله اړوندو ولایتونو ته یې لېږدول شوي دي.
د یادونې وړده، چې دغه عواید د موټرو د ثبت، د موقت نمبرپلېټونو د وېش او د جوازسیر د تمدیدولو له کبله راټول شوي دي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *