لیکنېمقالی اوتبصرې

د فاعـي سیـسټم دې قــوي شـي

دا اول، دوهم او دریم ځل نه دی، چې د ګاونډ څخه زموږ په خاوره، په ډېرې بې سترګۍ حمله کېږي او زموږ بې ګناه هېوادوال او راغلي مظلوم وزیرستاني مهاجر، چې د ګاونډي هېواد له ظلمونو او وحشتونو څخه تر پوزې راغلي او زموږ هېواد ته یې پناه راوړې؛ بمباروي او شهیدانوي. لکه څرنګه یې چې د همدې میاشتې دوشنبې په شپه د پاکستان اجیر حکومت د افغانستان په ځینو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل، چې د تېر کال په څېر یې بیا د وزیرستاني کډوالو کورونه په نښه کړل، چې د دریو ماشومانو په ګډون یې شپږ بې ګناه وزیرستاني مهاجر شهیدان کړل. دغه برید د ټولو اسلامي او بین المللي قوانینو خلاف او د افغانستان په حریم په ډېرې سپین سترګۍ تیری او تجاوز دی.دا منم، چې افغانانو د خپلو غوښو او هډوکو په ټوټه، ټوټه کولو سره دا هېواد د کفري امریکایي ځمکني اشغال څخه ازاد کړ؛ خو دا له هیچا پټه نه ده، چې هوا مو اوس هم د کفارو له خوا اشغال ده او هره شپه د کفارو څارګرې تیارې زموږ د خاورې په سر چکرې وهي او له هوا څخه مو څاري. موږ خړ خړ ورته ګورو او هېڅ نشو کولی. دا زموږ د ضعف نقطه ده، ځکه دې هېواد ته هیچا داسې خدمت نه دی کړی، چې د دښمن هوایي برید په مقابل کې دفاعي سیسټم جوړ کړي، هر څوک راغلي، خپل جېبونه یې ډک کړي او په مخه تللي دي. ځینې خو لا داسې خلک هم تېر شوي، چې شته وسایل یې په نورو خرڅ کړي یا هم له هېواده تښتولي او ګاونډیو هېوادو ته یې سپارلي، لکه د تېرې شرمېدلې ادارې واکمنانو، چې په لسګونو الوتکې ګاونډي هېواد ته وسپارلې.راځم خپلې موضوع ته، زموږ هوایي دفاعي سیسټم صفر دی او که په پوره معنی دفاعي سیسټم ته زیر شو؛ نو د ټول هېواد دفاعي سیسټم مو له هېڅ سره برابر دی، ځکه نه داسې توپونه، ټانکونه او لرې واټن ویشتونکي مزایل لرو، چې د دښمن مراکز په نښه او لمنځه یوسو. نه داسې جنګي جیټ الوتکې، څرخکې او بې پیلوټه څارګرې طیارې لرو، چې دښمن پرې تعقیب او له یادو جنګي وسایلو په استفادې دښمن ته د څپېړې جواب په سوک ورکړو، یعنې په هر لحاظ مو دفاعي سیسټم خراب دی. یوازې په قوي ایمان هم نه کېږي، چې د هېواد دفاع وکړو، ځکه نن سبا د ساینس او ټکنالوژی وخت دی، دښمن تا ته مخامخ جنګ ته نه راځي، په یو قوي فولادي زغره وال ټانکونو او الوتکو کې راځي او تا لمنځه وړي. یوازې په قوي ایمان موږ نشو کولی، چې د الوتکو سره وجنګېږو. جنګ ته رسول الله هم تیاری نیوه، خپلو صحابه وو ته به یې د عقیدې ترڅنګ د جنګ وسایل هم ورښودل او دې ته به یې هڅول، چې تاسو د اسلحو استعمال زده کړئ او آن تر دې چې یوه ډله صحابه یې د منجنیق ویشتلو لپاره نورو ساحو ته ولېږل، چې تاسو منجنیق استعمالول او جوړول زده کړئ. ځکه که په یوازې قوي ایمان کېدلی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو به د خندق په غزا کې د مدینې منورې څخه د دفاع په خاطر خندق/کنده نه کېندله یا به رسول الله د احد په غزا کې د ځان دفاع لپاره دوه زغرې نه اچولې.د امارت مشران باید خپل ټول پام د هېواد د ابادۍ تر څنګ، د هېواد دفاع ته کړي. د هېواد په سطحه داسې کدرونه پیدا او وروزي، چې د هېواد دفاعي سیسټم کې رغنده رول ولوبوي او وکړی شي داسې وسلې جوړې کړي، چې د ځمکې او هوا څخه دفاع پرې وشي. همدارنګه باید د امارت مشران داسې کسانو ته ټولې اسانتیاوې محیا کړي، تر څو په اسانۍ سره، یاد اشخاص خپلو اهدافو ته ورسېږي او داسې وسلې جوړې کړي، چې په هېواد د حملې په صورت کې دفاع وکړی شو.تر څو چې موږ دا توان او طاقت پیدا کوو، چې وسلې او نور مهمات دې جوړ کړو؛ تر هغې باید څه وکړو؟ لاس تر زنې کېنو. نه باید هڅه وکړو په یوه نه، یوه طریقه له نورو هېوادونو سره رابطه جوړه او داسې وسلې وپېرو، چې د هغې په وسیله زموږ په خاوره ګرځېدونکې د دښمن بې پیلوټه او څارګرې طیارې پرې رانسکورې کړو یا داسې رادارونه تر لاسه کړو، چې کله دښمن زموږ خاورې ته داخل شي، موږ ته خبر راکړي.د امارت له مشرانو څخه مې هیله ده، چې خپل سرحدي ځواکونه په رنګارنګ اسلحو سمبال او وروزي، ددې تر څنګ یې عقیدوي روزنه هم په کار ده همدارنګه دوی ته د خپل مقام او منزلت په اړه هم خبرې کول په کار دي، تر څو د وسلو ترڅنګ په کلکه ایماني جذبه د هېواد او اسلام څخه دفاع وکړي.قدرمنو وروڼو! که مو د خپل تعلیم یافته قشر او لیاقت لرونکو ځوانانو څخه کار واخیست او تشویق مو کړل؛ لرې به نه وي، چې هېواد به مو د سیالانو سیال او د هېواد دفاعي سیسټم به مو تر امریکا، روس او چین څخه غوره او بهتر وي.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *