لیکنېمقالی اوتبصرې

د فدرالي نظام غوښتونکي که روسۍ کلوشې

په ۱۳۵۸ هـ ش د جدې پر شپږمه کله چې د وخت شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او زموږ ګران او محبوب هېوادیې اشغال کړو چې په مقابل کې زموږ مؤمن او میړني ملت قیام وکړ او په تشو لاسونویې د روسي ځواکونو مقابلې ته را ودانګل، روسانو غوښتل چې د مقاومت د غلي کولو په موخه له خلکو سره مرستې پیل کړي چې پدغه مرستو کې یو قسم روسۍ کلوشې هم وې چې د هر چا په پښو کې به جوړې راتللې نو خبره مې داکو له چې زموږ د هېواد، د ملي خاینانو، غاصبینو، جنایتکارانو، قاتلانو، منفورو او رټل شویو څیرو، یوه ډله چې د اسلامي امارت له واکمنیدو وړاندې پدې توانیدلي چې له وطن نه وتښتي چې اوس کله یو ځای کله بل ځای ځانونه څرګندوي، کله د مقاومت د دوام، کله د ټول ګډونه حکومت او کله هم په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه کوي دا هغه روسۍ کلوشی دې چې د هرچا په پښوکې جوړې راځي د روسانو سره د دوي روابط، له فرانسې سره د دوي اړیکې پر افغانستان د غربي ښکیلا کګرو د (B52) طیارو د چتر لاندې دوی مجاهدینو پسي د اجیرو او مزدورو غلامانو په څیرمنډې وهلې او له هغوی څخه د غټو بمونو د ورید وغوښتنه یې کوله په هر صورت دا که په هر لباس کې وي او هر څوک یې تر شاو ولاړوي، افغان مؤمن او میړنی یې نه غواړي او نور په حکومتي چوکاټ کې د دوی د ګډون او شمولیت حوصله نه لري، دوی نه وطن ته وفا دار دي او نه ملت ته. دوی خپل ملت ته ازموینه ورکړې ده او دوباره ازمایل یې له حماقت پرته بله معنی نلري. لکه چې د حدیث شریف مفهوم دی، مسلمان له یوه سوری دوه واره نه چیچل کېږي او یادا چې «ازموده را ازمودن خطا است» دوی ته که هر چا دوه روپۍ ورکولې د هغوی غلامان اولاسي نانځکې دي. دوی نه د هېواد په قصه کې دي او نه د ملت. هغه چې اوس هم د دوی حمایت او مرسته کوي احمقان
دي !

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *