افغانستان

د فراه عواید  د تېر په پرتله زیات شوي

د فراه ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، چې په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې ۱۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې ۴۵ سلنه یې په عواید کې زیاتوالی ښيي. دوی وايي، چې د روان کال لپاره یې ۹۰ میلیونه افغانۍ د پرمختیايي پروژو لپاره ځانګړې کړې، چې په د دې ولایت د  اوسېدونکو ستونزو ته په کتو سره به یې یو شمېر رغنیزې پروژې پلې کړي. په ورته مهال د فراه ولایت اوسېدونکي هم د ښاروالۍ ریاست له خدمتونو څخه د مننې تر څنګ په دې ولایت کې د ورته نورو رغنیزو پروژو پلي کېدو غوښتنه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button