ټولنه اوکلتور

د فرهنګي مبارزې ډولونه

۳ – د اسلامي نظام څخه دفاع:
په دې خاطر چې اسلامي نظام د اسلام سياسي څېره او د مسلمانانو لپاره د ساتنې او اتحاد محور دی ځکه نو بايد ټول مسلمانان په خاصه توګه فرهنګي مبارزين د هغه په واکمن کېدلو کې پوره زيار وباسي خو اوس چې الحمدلله اسلامي نظام حاکم سوی،ټول يې بايد په سمبالولو او ساتلو کې خپل زيار او کوښښ وکړي؛ د اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه په لاندې طريقو کېږي:
الف: فزيکي فرهنګي فعاليت؛ فرهنګي مبارزين بايد له هغو رسمي اداراتو سره مرسته وکړي چې په خپلو وظايفو کې فرهنګي فعاليتونه لري لکه د اطلاعاتو او کلتور رياست، د حج او ارشاد رياست او د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست.
د يادو رياستونو سره د دوی د غوښتنې سره سم د فرهنګي مبارزينو هغه همکاري ډېره ضروري ده چې په مټ يې په خلکو کې اصلاح او فرهنګ جوړونه راځي او ټول هغه فعاليتونه تر سره کېږي چې عملي کول يې د هيواد، خلکو او نظام په ګټه تمامېږي او په يو ډول د نظام پر ځواکمنتيا او بقاء دلالت کوي.
ب: د خلکو پوهاوی؛ فرهنګي مبارزين بايد د اسلامي نظام د تعريف، ارزښت، اړتيا، ځانګړتياوو او لاس ته راوړنو څخه خلک خبر کړي او ددې کار سمېدل هغه وخت ممکن دي چې خپله مبارزين ځانونه په دې برخو کې ښه پوه کړي ځکه د ناخبر انسان دفاع د دې ترڅنګ چې چنداني ګټه نه لري بلکې ځينې وختونه تاوان هم کوي.
د اسلامي نظام پېژندل هغه وخت پوره ممکن دي چې خلک يې د تعريف څخه خبر شي او په ګټو يې هغه وخت خلګ خبرېږي چې په ارزښت يې پوه شي او د اړتيا حس يې وکړي او د نظام سره د خلکو مينه هغه وخت پيدا کېږي چې لاس ته راوړنې يې وويني له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې فرهنګي مبارزين په پورته شيانو د خلکو د پوهاوي لپاره کار وکړي.
ج: پر نظام د شبهاتو جواب؛ دا معلومه خبره ده چې ځينې خلک به د ناپوهۍ له وجهي پر نظام منفي اعتراضونه کوي، ځينې نور به يې ممکن له پوهې سره سره د بې دينۍ له وجهي کوي او ځينې نور به شايد د شايعاتو تر تأثير لاندي راغلي وي خو د هر چا لخوا چې پر اسلامي نظام بې ځايه شبهه واردېږي فرهنګي مبارز يې بايد قاطع جواب د ځانه سره ولري البته د شبهاتو په جوابولو کې درې شيان ډېر ضروري دي: يو دا چي هر مبارز به د نظام په نماينده ګۍ او وياندويۍ خبري نه کوي بلکې په عمومي ډول به په دلائلو باندي شبهه جوابوي، دويمه خبره دا ده چي د شبهې جواب به په شعوري ډول کوي تر څو مقابل لوري ته قناعت حاصل سي او دريمه خبره دا ده چي د شبهې په جوابولو کې به ټول بُعدونه او جوانب په پام کې نيسي او په ښه حکمتي لهجه او مصلحتي ژبه به يې جوابوي.
د شبهاتو په جوابولو کې بايد د شبهې وزن او اعتبار ته هم وکتل شي ځکه ځينې وختونه داسي شبهات وارديږي چې هغه په جواب ورکولو باندي نه ارزي بلکې د دې تر څنګ چې وخت ورباندې ضايع کيږي يو ډول شهرت او غټوالی هم پيدا کوي له همدې امله د مناظرو پوهان وايي: پر هره خبره سړی د چا سره مناظره نه کوي ځکه ځينې خلک د مناظرې له لارې غواړي ځانونه مشهور کړي او خپل ځان په خلکو کې مطرح کړي.
البته که په راډيوګانو، ټلويزيونونو او نورو رسنيو کې د يوه خاص مهالويش سره سم د يوه پلان له مخې ځينې وختونه پوهان رسمي خلک ميلمانه شي او د نظام په نماينده ګۍ شبهات جواب کړي او د مربوطه اداراتو لاس ته راوړنې د خلکو سره شريکي کړي دا به فرهنګي مبارزه نوره هم چټکه کړي او د نظام په دفاع کې به ډېر ښه مؤثر تمام شي.
د: مشرانو ته مشوره ورکول؛ کوم کسان چې په لوړه سطحه علمي فرهنګي مبارزه کوي دا به ډېره ښه وي چې ځانونه د نظام په سيستم ښه پوه کړي او بيا مربوطه اداراتو ته ځينې وختونه ورشي او مسئولينو ته په کار کې د ښه پرمختګ په نيت نيکي مشورې ورکړي تر څو د ښې حکومتولۍ فرهنګ ترويج پيدا کړي او په اداراتو کې په هر اړخيز ډول اسلامي فرهنګ عملي شي.
هـ: د نظام مربوط مثبت خبرونه تکثير کول؛ د نظام په اړه د مثبتو خبرونو نشر کول او تکثير کول هم ددې لامل جوړېږي چې د نظام په لاس ته راوړنو دي خلک خبر شي او د نظام په وړاندي د ډېرو ننګونو مخه دي ونيول سي له همدې امله که فرهنګي مبارزين په دې برخه کې هم د رسمي اداراتو سره مرسته وکړي دا به په فرهنګي برخه کي د نظام د دفاع لپاره ډېر ښه مؤثر تمام شي.
دوام لري…

دريمه برخه -ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *