مقالی اوتبصرې

د فلسطينيانو د ټول وژنې تر شا د چا لاس دی !؟

د تېرې اوونۍ په پای کې صهيونيستانو په غزه کې د بشري مرستو لپاره پر را ټولو شویو خلکو ډزې کړې او سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، چې ياد بريد د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ د زیات شمېر هېوادونو له لوري غندل شوی ، دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې ۵ شنبې په ورځ د بشري مرستو په کاروان را ټولو شويو عامو خلکو د بريدونو له امله ۱۱۷ کسان شهيدان او ۷۶۰ نور ټپيان شول.
د ملګرو متلونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش یاد برید غندلی او وایي « ناهیلي شوي ملکي خلک» بېړني لاس نیوي ته اړتیا لري.بل خوا د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، « د اسرائیلي ځواکونو» له خوا ملکي خلک په نښه شوي دي. له فرانسوي ولسمشر وروسته د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بوریل یاده پېښه « په بشپړه توګه د نه منلو وړ پېښه بللې ده.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: « زه په غزه کې د پنج شنبې ورځې پېښه په کلکه غندم چې د راپورونو له مخې تر سلو ډېر کسان د ژوند ژغورنې مرستې په لټه کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.»نوموړی وایي په غزه کې ناهیلي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه په یوه اوونۍ کې نه شي کولای چې په کم وخت ټولو ته مرستې ورسوي. دغه راز يې د بېړني بشري اوربند او له شرط پرته د برمته کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې،جرمني او ایټالیا هم د دې پېښې د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې امریکا ویلي، چې دوی د مالوماتو په ارزولو بوخت دي، ترڅو مالومه کړي، چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې، خو د امريکا له لوري د ياد بريد ارزول د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي، ځکه د غزې جګړې تر شا خپله د امريکا لاس دی او غواړي د اسرائیلو له لوري د غزې وګړي په قصدي ډول په نښه او فلسطينيان له منځه يوسي.د مالوماتو له مخې، د اکتوبر له اوومې راهيسې غزه کې د صهيونيست رژيم د تېريو د قربانيانو شمېر کې ۳۰۰۳۳ کسان شهيدان او ۷۰۳۲۵ نور ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي. دغه راز د اسرائيلو د ظلمونو له امله ۱،۸ ميليونه فلسطينيان له خپلو مېنو بېځايه شوي، چې اوس مهال په سختو شرايطو کې ژوند کوي!
په هر حال که چېرې د بشري حقوقو د نړيوالو تنظيمونو د تېرو دوو لسيزو کلني رپوټونه وګورو،نو د امريکا اصلي ځېره به له بل هروخته نړیوالو ته څرګنده شي چې څومره بشري حقونو ته ژمنه پاتې شوې؟ امريکا او ځينې نور هېوادونه په داسې حال کې د بشري حقونو د ساتلو سپارښتنې کوي، چې دوی خپله بشري حقونه نقض کړي او د نقض کوونکو ملاتړ کوي، همدا اوس د غزې حالت ټوله نړۍ په خپلو سترګو ويني او ګوري، چې په نړيواله کچه د انسان وژنې او بشري حقونو د نقض په برخه کې څومره مخکښه ده. ښه بېلګه يې د اسرائيلو له لارې پر فلسطينيانو ظالمانه او وحشيانه چلن دی، د امريکا له لاسه د غزې خلکو کورونه، مسجدونه، روغتونونه او ښوونځي خوندي نه دي او درګرده د اسرائيلي پوځيانو له لوري پرې بمبارۍ کېږي، چې په پايله کې يې د فلسطينيانو ټولوژنه زياتېږي، آيا فلسطيني وګړي د ژوند کولو حق نه لري؟ چېرته دی د بشري حقونو نړيوال سازمان، چې د امريکا پر ضد په حقيقي توګه غږ پورته کړي او د اسرائيلي بريدونو مخه ونيسي، د ملګرو ملتونو سازمان ياده ټولوژنه ولې تش په نامه غندنو او اعلاميو تېروي، د دې پر ځای بايد په مستقيمه توګه لاس په کار شي او د هغو ظالمانو مخنيوی وکړي، چې په ښکاره توګه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي/ کړي، خو له بده مرغه ملګري ملتونه په فلسطین کې د نسل وژنې او ورانۍ په مخنیوي کې په بشپړه توګه پاتې راغلي، نو دوی خواران مجبور دي، چې د خلکو د درد تسکين لپاره هسې خوشې غندنو او اعلاميو ته زور ورکړي، خو د فلسطينيانو درد په غندنو نه رغېږي او نه به د غزې روانې جګړې پای ومومي.د بښنې نړيوال سازمان، د بشري حقونو څار او له ملګرو ملتونو سره تړلو نورو ډلو وخت ناوخته په خپلو راپورونو کې ويلي چې اسرائيل له فلسطينيانو سره اپارتايډ کوي او د هغوی اساسي بشري حقونه يې تروړلي دي. د بشري حقونو ډلو په خپلو راپورونو کې په تفصيلي توګه پر دې خبرې کړي چې څرنګه وخت پر وخت په لسګونو زره خلک د اسرائيلو د حکومت له لوري له خپلو کورونو او سيمو کډوال او شړل کېږي، تر څو د هغوی په سيمو کې اسرائيلي وګړو ته مېشتځايونه جوړ کړي. همدا راز، د فلسطيني وګړو نور اساسي بشري حقونه هم نه ورکول کېږي او په سيسټماټيکه توګه هڅه داده،چې هغوی د اسرائيلي وګړو په پرتله د ژوند په هره برخه کې ټيټ ژوند ولري، چې د دې ټولو ناخوالو تر شا د امريکا لاس دی!د غزې روان وضعیت ته په کتو دغه خبره ثابتېږي چې اسرائیل حماس له منځه نه شي وړلای او د فلسطینیانو په شهيدانولو هم جګړه نه شي ګټلای، نو د صهيونیستانو او حماس غورځنګ تر منځ به اوږدمهاله جګړه د دې سبب شي،چې اکثره یهودي اسراییلیان به ډېر ژر دغه خاوره پرېږدي او نورو هېوادونو ته به کډه شي.که په غزه کې همداسې نسل وژنه دوام ومومي، د اور لمبې به يې تر امریکا او نورې نړۍ هم ورسېږي، ځکه د نړیوالو قوانینو له مخې فلسطینیان حق لري،چې د وسله والې مبارزې په شمول د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي ، ځان، کهول او کورنۍ د ظالمانه بريدونو او تړاکونو نه د تل لپاره خلاص کړي.

وحيدالله – هڅاند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *