لیکنېمقالی اوتبصرې

د فلسطین جګړې پراخېدونکې لمبې

د فلسطین جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره نوې بڼه غوره کوي او څو ورځې مخکې د ملاټر په پار ۲۰۰۰۰ تنور رضا کارو مسلمانانو د تیاري او تلو خبر خپور شو او همدا راز د لبنان حزب الله څو ځلې د اسرائیلو پر ضد د توپچي قواوو مرګوني ګوزارونه وکړل او هغوی ته یې ځاني او مالي تلفات هم وراړول او دغه ډول حملې په نورو اړوندو سیمو کې هم رامنځته کېږي.
د دغې جګړې له پیله تراوسه په عراق او سوریه کې پر امریکایي پوځي هډو هم ډېر ګوزارونه شوي او امریکایانو هم ځوابیه عملیات کړي او دا د عمل او عکس العمل سلسله همداسې روانه ده،طبیعي خبره ده چې د وخت په تېرېدو او شرایطو احساس کېدو په صورت کې به دا پروسه لا پراخېږي او زور به اخلي.
د حزب الله ګوند او د هغه د نورو پلویانو لخوا د اسرائیلو پر ضد د پوځي تحرکاتو او حملو په لړ کې اسرائیلو لا ډېر وحشت او ارعابي حرکاتو ته مخه کړه او په لبنان کې یې د حزب الله پر ګوند یرغل وکړ او د حماس د دفتر د مشر مرستیال (صالح العاروري) یې ترور کړ. په دغه کار سره حزب الله پر اسرائیلو لا نورو پوځي حملو ته زور ورکړ او وضعیت دومره وخیم شو چې جرمني او کاناډا له خپلو اتباعو وغوښتل چې ډېر ژر له اسرائیلو ځانونه وباسي.
په ديپلوماتيک ډګر کې هم، جنوبي افریقا لخوا د ملګرو ملتونو پر نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر ضد دوسیه پرانيستله او اسرائیل یې د فلسطینیانو پر ډلوژنه متهم کړل. پردغه دوسیه کې جنوبي افریقي ادعا کړې چې په غزه کې د اسرائیلو پوځي اقدامات د یو قومي تحرک بڼه لري او له اسرائیلو یې وغوښتل چې ژر تر ژره په غزه کې خپل پوځي عملیات بند کړي.
بلخوا چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا هم د فلسطین د جګړې په اړه د اسرائیلو پر ضد سیاسي جبهه نیولی او د فلسطین د خلکو د ډلوژنو پر وړاندې یې د امریکي، انګلیس او … موقف ناسم او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کنوانسیون خلاف بللی او د جګړې بندولو غوښتنه یې کړې ده او دا په حقیقت کې په فلسطین کې د غربي هېوادونو د ائتلاف پر ضد د غربي امپریالېزم او د امریکا د هڅو پر وړاندې د شرقي هېوادونو د ائتلاف غږ دی، ځکه همدغه ائتلاف د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره نږدې اړیکې لري او پر دغه واقعیت خپله غربیان هم اعتراف کوي او وایي چې ایران او شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې د روسانو مستقیم ملاتړ کوي.
د عربې بحیرې په څپو کې!
د فلسطین د جګړې په لړ کې د بري جګړې ترڅنګ بحري پوځي تحرکات هم پیل شوي او د یمن د مسلمانانو لخوا په سره بحیره کې په وار وار پر هغو بېړیو حملې شوي چې له دغې لارې اسرائیلو ته تجارتي توکي انتقالوي او په دغه لړ کې یې تر اوسه یوه امریکایي او یوه برتانیاوي کښتۍ هم په نښه کړي او دایې په سره بحیره کې د امريکایانو لخوا د هغوی پر ضد د مرګوني تهدیدي تحرکاتو پر وړاندې عکس العمل او له ځانه دفاعي حرکت ګڼلی دي.
په دې اړه غربي لوایو سختې اندېښنې وښودلې، ځکه دا په غزه کې د سختې جګړې او پوځي زور ازمایلو ترڅنګ په اقتصادي ډګر کې اسرائیلو ته سخت ګوزار ورکوونکی حرکت دی، چې په غزه کې د اسرائیلو لخوا د سختې او اوږدې مودې کلا بندۍ په بدل کې تر سره کېږي او دا هغه غبرګونونه دي چې غربي لوایو تر اوسه د فلسطین د اوږد مهالو تاوتریخوالو ترڅنګ تصور هم نه کاوه، ځکه دغه سیمې ټولې د غربیانو په واک کې وې، خو اوس دا هر څه بل لورته ځي یمني ځواکونو په ډاګه ویلي چې موږ هغه کښتۍ په نښه کوو چې اسرائیلو ته اکمالات کوي او هغوی زموږ دښمنان دي او موږ د خپل دښمن پر ضد له ځانه د دفاع په عنوان د اسرائیلو د جګړې پر وړاندې د تلافي جویانه بري او بحري عملیاتو حق لرو.
د حوثي مسلمانان دغه تند دریځ غربیان او په تېره بیا امریکا او انګلیس او نور ؟؟؟؟ په غوسه کړل او د تېرې جمعې په ورځ یې پر یمني مسلمانانو او یمن پر خاوره پوځي یرغل وکړ، خو حوثیانو بیابیا تکرار او ټینګار کړی،چې جګړه، جګړه ده او د امریکا او برتانیا له خوا د یمن پر خاوره پوځي برید به په لومړي سرکې، له باالمثل پوځي غبرګون سره مخ کېږي او په دویم پړاو کې هم اصلاً نشي کولای د فلسطین د مسلمان ولس ترڅنګ د هغوی د پلامي ورورولۍ روحیه ټکنۍ کړي.
د امریکا او انګلیس د دغه یرغل پر وړاندې ښکاره او پټ غبرګونونه راوټوکېدل. ځینو لوریو له هماغه پیله ویلي وو چې د ځمکنۍ جګړې تر څنګ به بحري جګړه د منځني ختیځ ټوله سیمه د نوي کړکیچ لورته ور ټېل وهي او باید د دغسې یو حالت د رامنځته کېدلو مخنیوی وشي.
مثلاً ایتالیا چې یو اروپایي هېواد دی وویل: په دغسې پوځي عملیاتو کې اصلاً ګډون نه کوو او ترجیح ورکوو چې دغه ستونزې په غیر خشونتي لارو وڅارل شي.
همدا راز د یمني پوځیانو مشر هم له ټولو آسیایي هېوادونو وغوښتل چې د سرې بحیرې په پوځي امورو کې له ورګډېدلو ځانونه وساتي او یواځې ننداره وکړي.
دغسې حالات د هرې ورځې پر تېرېدو سره نوی رنګ او بوی اخلي او نوي پړاو ته ورننوځي او پرته له شکه چې دا په به راتلونکې کې د سیمې جغرافیه او تاریخ ته هم بدلون ورکوي، ځکه د دغې جګړې ترشا داسې انګېزې کار کوي چې له فکري او عملي پلوه له ټولو پخوانیو جګړو سره توپیر لري او دغه فکري او عملي توپیر به په جبري توګه د دغې جګړې وروستي لنډ مهالي او اوږد مهالي اهداف هم متفاوت کوي.
د لبنان پر ځمکني حریم له حزب الله سره د جګړې په بهانه او د یمن پر ځمکني حریم هم په سره بحیره کې له حوثي یمني مسلمانانو سره د امریکې د ښمنۍ په بهانه د امریکې او برتانیې پوځي یرغلونه، هغه څه دي چې د نړۍ په هېڅ سیمه ییز او نړیوال قانون کې هم د توجیه وړ نه دي او یمنیان او لبنانیان مجبور دي د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په چوکاټ کې غبرګون وښیي او دا هم یو جبر دی چې له تعمیل پرته یې بله هره لاره نا مناسبه او له انساني غرور سره اړخ نه لګوي.
د دغې جګړې د پایلو په اړه بیړنۍ څرګندونې ممکن سمې نه وي، ځکه چې شرایط پر دومره حساسه توګه مخکې درومي چې کله کله خو په ثانیو کې هم له تصور پور ته پېښې او بدلونونه رامنځته کېږي او د جګړې ټوله جغرافیه تر ځانګړي پوښښ لاندې راولي. ښه به وي په حوصله سره پېښې وڅارو او د پایلو انتظار وباسو.

روان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *