لیکنېمقالی اوتبصرې

د فکري جګړې سنګرونه تش دي

د حضرت آدم علیه السلام له پیدایښته آن تر ننه پورې د انساني فکرونو ترمنځ کش و ګیر روان دي. پر کومو انسانانو چې د قابیل فکر غلبه کړې ده، د هماغه لپاره کار کوي او په یو شمیر انسانانو د هابیل مفکوره زوروره شوې ده، نو د هغې له پاره هڅه او هاند کوي. هغه فکر چې انسان د آخرت او دنیا د بریالیتوب لوري ته راکاږي په دایمي توګه د هغو انسانانو د فکر تر برید لاندې راځی چې یوازې د دنیا خوندونو لاره یې غوره کړې ده او د آخرت یې هېر کړي دي، زمونږ په اوسنې نړۍ کې همدا اوس د ښه او بد تور او سپین فکر کش مکش روان دي، کله د یوه فکر لارویان پر بل غلبه کوي او کله بیا د بل فکر لارویان د فکرونو د اختلاف له کبله د وژلو او ورانولو جګړه هم کله توده او کله سړه شي، زمونږ هېواد افغانستان په دې جګړه کې یو مرکزي حیثیت غوره کړي دي، دما دي فکر لارویان د دنیا له هر ګوټ څخه راټول شوي وو زمونږ دولس د هغه فکر د بدلون هڅه یې کوله چې د آخرت او دنیا ښېګڼو پر اساس جوړ شوي دي، په هغه جګړه کې د دنیا هغه پرمختللې مادي او معنوي وسلې وکارول شوې او لاکاریږي، چې انسان حیرانوي.
زمونږ د ولس پر فکر د کمونیستي مفکورې حمله د دې لامل شوه، چې مونږ د الهي احکامو پر اصولو باندې سم له خپل فکر څخه دفاع وکړ و او په دغه کار کې د مادي فکر یو بل اړخ له مونږ سره مرسته پیل کړه، هیڅلکه یې هدف دا نه وچې اسلامي فکر د کمونیستي فکر په وړاندې بریالي شي موخه یې داوه چې د اجتماعي دنیوي مفکورې لارویان د الهي مفکورې د لارویانو په واسطه وټکول شي، نتیجه کې ثمره د غربي فردي دنیوي اصولو باندې ولاړه مفکوره کامیابه کړي.
همدې نتیجې ته تر یوه حده غربي مفکوره برلاسې شوه، د ولس د مفکورې اصلي مدافعین په زیاته پیمانه شهیدان شول کومه برخه چې ژوندي پاتې شو د یو بل ډول مفکوروي جګړې سره مخ شول، چې د دنیوي فکر غریزه پر هغو باندې دومره غالبه شوه، چې د الهي مفکوري لارویان یې هم له پښولاندې کړل، د ولس د جهاد مشران په دې جګړه کې دومره ککړ شول چې د الهي مفکوري اخروي اړخ ورڅخه هیرشو. د غربي مفکوري ځواکمنو هېوادونو د باطل په دغه جګړه باندې چې د مقدس جهاد لارویانو پیل کړې وه نور د سون توکي هم ورزیات کړل.
د جهاد په دوره کې هم د پردې ترشا داسې هڅې روانې وې چې لارویان یې په آخر کې په داسې توګه وشرمول چې په راتلونکي کې خلک د مقدس جهاد له پاره مایوسه کړي او د بل ځل له پاره په دیني شعارونو باندې باورکول هم د سوال مسئله ورته جوړه شي، کټ مټ همداسې وشول، د سپیڅلي جهاد مشرتابه د شهیدانو مفکوره هېره کړه، د دنیا د څو ورځو د مفکورې په لومو کې ښکیل شول، په دې کار جهادي فکر او د خپلواکۍ مبارزې داسې رنګ ترلاسه کړ، چې یو شمیر مسلمانان یې په خپل کار پښېمانه کړل او څه نوریې د راتلونکي له پاره متوجه کړل چې فکري جنګ تر وسله وال جنګ نه سخت دي او پر خپل ځاي یې له وسله وال جنګ څخه نتایج هم د پام وړدي.
زما په نظر زمونږ د ولس په فکر جوړولو باندې پانګونه کول ترهغې پانګونې څخه څو چنده ګټوره تمامیږي چې هغوي په ډول ډول وژونکو توکو باندې سمبال شي، د فکري جګړې په ډګر کې که مسلمان ولس ته داسي روزنه ورنکړل شي چې د عقل په مټو د خپلو وینو ثمرې وساتلي شي او د وسلې د استعمال ځاي او زمان په کیفیت او کارونه باندې پوه شې دا به ډېره غوره وي.
زمونږ مسلمان ولس اوس د یو ستر فکري جنګ په لومو کې محاصره دي، خو متأسفانه ډېر لږ شمېر مسلمانان ورته متوجه دي، د وسله وال جنګ ټپیان او قربانیان شمېرل کېږي، خو د فکري جنگ هغه قربانیان چې د هېواد په هر کور کې هره ورځ د ایمان ډیوه مړه کوي له شمارلو څخه یې انسان عاجز دي.
د ډله ایزو غږیزو او انځوریزو خپرونو هغه جګړه چې د دغه مظلوم ولس پر مغزو او مفکورو حملې کوي له پامه غورځول شوی جنګ دي دغه سنګر زمونږ ډېرو مؤمنو هېوادوالو هېر کړي.
د باروتو د درځ او دوړو په منځ کې د ګوتو په شمېر روح له لاسه ورکوي، اما له همدغه غږ او دوړو سره یو ځاي په سلګونو خپله مفکوره له لاسه ورکوي، زمونږ دګران ولس ستونزه همدا ده چې د فکري جګړي سنګرونه خالې پرېږدو، نتیجه بیا هغه څوک را څخه وړي چې د وسله وال جنګ تر څنګ څو چنده پر فکري جنګ باندې پانګونه کوي.
هغه افغانان چې د فکري توغندیو په واسطه خپله مفکوره له لاسه ورکوي، هیڅوک نه شماري، د دغې مرموزې جګړې قربانیان، نارینه، ښځینه، واړه، زاړه او ځوانان دي. د تأسف خبره لا دا ده چې د دې جنګ قربانیان شهیدان هم نه دي، ځکه هغوي چې اسلامي فکر له لاسه ورکړی او بل فکریې د ځان له پاره غوره کړ یا بې دینه شول، هغه ته بیا د شهید پر ځاي د مرتد کلمه کارول په کار ده.
مسلمان واکمنان تل په وسله وال جهاد باندې ټینګارکوي، اما فکري جهاد ورڅخه هېر شوي وي، د فکري جګړې سنګر که خالي شي خپله مجاهدین هم کله د ځینو عواملو له کبله خپله عقیده له لاسه ورکوي، دغه دواړه سنګرونه خالي کول د دي لامل کېږي چې دښمن کامیاب کړي او زمونږ د عقیدې او خاورې ساحه په خپل واک کې واخلي.
وسله وال جنګ باید په داسې ډول وشي، چې د فکري سنګر لارویانو ته ضررونه رسیږي او د فکري جنګ لارویان باید مجاهدینو ته ضررونه رسوي.
ښه کار هغه څوک کوي چې د خاورې او فکر دواړو له حریم څخه دفاع کوي، که هېواد مو آزاد وي خو فکرمو اشغال وي ناکام بلل کېږو. د خپلې خاورې او فکر ساتنه د مسلمان مسئولیت دی، له هر سنګر څخه غفلت د دې معني ورکوي چې د اسلامي پوهې په ډګر کې ستونزې لرو او د اسلام زده کړه د فکري سنګر یوه مهمه برخه ده.

د شریعت آرشیف څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *