لیکنېمقالی اوتبصرې

د فکري جګړې لومړی هدف ځوانان دي!

د اسلام او مسلمانانو خلاف د فکري جګړې لومړنی هدف مسلمان ځوانان دي، په همدې خاطر باید ځوانانو ته دیني فکر ورکړل سي، په دیني روحیه وروزل سي، او د فکري جګړې د خطرونو څخه خبر کړل سي، که داسي ونه سي، نو مسلمان ځوانان به د سمي لار څخه انحراف وکړي او فکر به یې داسي ور خراب کړي چي نه به بیا د دین په درد وخوړل سي، نه د دنیا، نه د خپلي کورنۍ، نه د خپلي ټولني او هیواد.
بیا به نو داسي نسل ځیني جوړ سي، چي د حلالو او حرامو په نوم به څه نه پیژني او که یې پیژني هم نو هیڅ آرزښت به نه ور کوي، د ژوند هدف به یې یوازي عیاشي، د میني تر عنوان لاندي نا مشروع اړیکي، شهرت او په هره طریقه پیسې ډیرول وي، دا که د دین، ناموس، وجدان او هیواد په قیمت هم وې.
د آزادۍ، غیرت، ناموس، کلتور، حیاء، حجاب په نوم به هیڅ نه پیژني. د قرآن کریم او حدیث تر زده کړي به ساینسي موضوعاتو ته ډیر آهمیت ورکوي، که څه هم ساینس په خپل ذات او حد کي مفید او ګټور علم دی.
د امام ابو حنیفه، امام بخاری، امام ابن کثیر (رحمة الله علیهم) او داسي نورو… تر وینا وو به یې د جان لاک، ایمانویل کانټ، سپینوزا، ژان ژاک روسو انشټیاین، سټیفن هاوکینګ خبري ته ډیر آرزښت ورکوي.
د امانت، اخلاص، تقوا، تعهد، دیانت په نوم به څه نه پیژني، د خپل تاریخ، قهرمانانو، مبارزینو څخه به سخت ناخبره وي، په خپل دین او کلتور به ملنډي وهي او په شرمیږي به، د هر ظالم، طاغوت په وړاندي به د اسلام په مقابل کي ولاړ وي.
د غرب د هر څه به دومره سخت مقلد وي، که چیري په غرب کي یو ناروا کار رواج سي، او بیا غربي رسنۍ کمپاین ورته وکړي، نو دغه ځوان به یې په ډیر شوق سره شروع کړي.
ددې جګړې بنيادي هدف اسلامي فکر او عقيده د منځه وړل دي، او اسلام ته ټولي راغلي لاري بندول دي، مګر د دين څخه علاوه نور اهداف هم لري، چي په لاندي ډول دي:
۱: په غربي ملتونو کي د اسلام مخه نيول، ددې هدف د حصول دپاره کفري نړۍ د قرآن کريم پوهه د ټولني څخه ختمول غواړي، او په دې باندي يې ډير خلک په اسلامي جامه کښي په کار اچولي دي، لکه څنګه چي د مکې کافرانو سره دا بيره وه او ويل به يې: قرآن ته غوږ مه نیسی.
۲: د اُمت مسلمه په تاريخ کي شک پيدا کول، او د تاريخ په کتابونو کي د ځانه ليکل کول، کوم چي د صليبي دعوت کوونکو، د مستشرقينو کړني او کارونه دي، په دې سره راتلونکي نسل ته د اُمت مسلمه د عدل او ميړاني تاريخ، د جبر او ظلم تاريخ وړاندي کوي، د اروپا تاريخ ته ښکلا ورکول او د هغې د برياليتوب نقطې ذکر کول، او يا د ميډيا په ذريعه د خلکو ذهن ته د تير تاريخ په اړه اشتباهات اچول.
۳: د موجوده اسلامي اُمت په اړه شک پيدا کول، زموږ موجوده حالت هم د مستشرقينو تر غشو لاندي دی.

فرید احمد مبارز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *