مقالی اوتبصرې

د فکـري او فـرهنګي ويښـتوب لـپاره زمـوږ مسـووليت

که اوسني ځوانانو ته معاصر فکري او فرهنګي انحراف و نه پېژندل شي او هغوی ته ګمراه سياسي او مذهبي ډلې معرفي نه شي،نو ځوانان به مو په فکري او سياسي ډګرونو کې د شکونو او حيرانتياوو په سيندونو کې ډوب شي او هر نا اهله انسان به يې خپلې فاسدي ايديالوژۍ ته جذب کړي چې بيا به د انګرېزانو لاسپوڅي، د روسانو کمونیستان او د امريکايانو سيکولران ورڅخه جوړ شي او يا به هم د اسلام په نوم هغه ډلې ورڅخه جوړې شي چې په غير مستقيم ډول زموږ اصيل سياسي اسلام تخريبوي او د اسلامي نظام په وړاندې عمومي ذهنيتونه تخريشوي.

فکري ويښتوب په مسلمانانو کې د ديني او سياسي خپلواکۍ روحيه پيدا کوي او داسې اجتماعي شخصيتونه ورڅخه جوړوي چې د ځان په شمول د خپل ټول چاپېريال په وړاندې خپل مسئوليت درک کوي او د ولاء او براء اصل پر بنياد خپل اصلي دوست او دښمن پېژني؛ همداسې په هر اړخيره توګه يې د تشدد او تفريط څخه ساتي چې په نتيجه کې د منفي اجتهاد، ړانده تقليد او اټکلي تخمين څخه نجات پيدا کوي.

فکري ويښتوب په مسلمانانو کې د حاکميت او قوت شعور پيدا کوي او د تېر برم راګرځولو ته يې هڅوي له همدې امله دا د ټولو وظيفه ده چې په رسمي او غير رسمي ډول، په نصابي او غير نصابي بڼه د ځوانانو فکري ويښتوب ته کار وکړو.

 

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button