دینې لیکنې

د قرآنکريم ریاضي حقايق

قرآن داسې کتاب دی چې حقايق یې تر قیامته ثابت دي او ورځ په ورځ نور هم ثابتېږي، په قرآن کې ۱۰۰۰ آیتونه د ساینس په هکله راغلي د قرآن د علومو د حکمتونو یوه ځانګېړنه دا هم ده چې خپل ریاضیکي ثبوت هم لري،چې علماوو په ډېر مهارت ترې استخراج کړي دي، په لنډ ډول یې ستاسو مخ ته ږدم:
اول: د اوسپنې په هکله الله تعالی فرمایي:
ژباړه: او اوسپنه مو راكوزه کړه چې په هغې کې ډېر زور دى او د خلكو لپاره ګټې دي. (الحدید۲۵)
اوسپنه داسې کلک فلز دی چې اتومي نمبر یې (۲۶) او اتومي وزن یې (۸۷۷،۰۰) یا (۵۶) دی، او که چېرې د الحدید چې د قران ۲۵ سورت دی او بسم الله ورسره جمعه شي؛ نو (۲۶) آیتونه کېږي چې د اوسپنې اتومي نمبر هم ۲۶ دی او الحدید په قرآن کې ۵۶ سورت دی او د اوسپنې اتومي وزن هم ۵۶ دی.
دوهم: له ټولو نادر دا چې د بعثت په پنځم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی د سپوږمۍ نېمېدو معجزه ورکړه او دا پېښه د مکې په مينا کې واقع شوې وه او زیاتو خلکو په مکه،مدینه او ټولو هېوادونو کې ولېده،دا پېښه قران داسې ذکر کړې:
ژباړه: د قيامت ساعت رانژدې شو او سپوږمي وچاودله (دوې ټوټې شوه) . ( القمر۱ آیت)
د امریکا لومړنۍ فضایي بېړۍ په (۱۹۶۹) کال کې سپوږمۍ ته وخته او هغوی لوی درز چې ۱۴۰۰ کاله پخوا پیدا شوی وه ولید، نېل مسټرانګ او ملګرو یې دا معجزه ثبوت کړه او دا پېښه د قران څخه دا ډول ثابته شوې ده :
الساعه و انشق القمر چې د ابجد په حساب دا ډول عدد په لاس راکوي
اــ ل ــ س ــ ا ــ ع ــ ة ــ و ــ ا ــ ن ــ ش ــ ق ــ ا ــ ل ــ ق ــ م ــ ر ــ
۱ــ ۳۰ــ ۶۰ ــ ۱ ــ ۷۰ــ ۴۰۰ــ ۶ ـ ۱ ــ ۵۰ ــ ۳۰۰ــ ۱۰۰ ــ ۱ ــ۳۰ــ ۱۰۰ــ ۴۰ــ ۲۰۰
لوړ مجموعه حروف ۱۳۹۰ کېږي چې ۱۳۹۰ هجري کال د ۱۹۶۹ کال سره برابرېږی په ۱۹۶۰ کال هغه نېټه ده چې امریکایی پېلوټان په لومړي ځل سپوږۍ ته وختل او په سپوږمۍ کې یې لوی درز (چاود) لېدلې او د سپوږمۍ د دوه ټوټې کېدلو ثبوت یې راویستلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *