دینې لیکنې

د قرآن په رڼا کې د نېکمرغۍ ځينې رازونه

الله تعالی د انسانانو لپاره په قرانکریم کې داسې لارې چارې په نښه کړي چې په پام کې نيولو سره یې انسان نیکمرغي ترلاسه کوي او له بدبختيو سره به نه مخ کېږي، انسان په خپل ژوند کې له داسې حالاتو سره هم مخ کېږي چې پر بنسټ يې د بدبختۍ احساس کوي، ځان بدبخته ګڼي او داسې انګېري؛چې نیکمرغي ترې کډه کړې،خو داسې نه ده قرانکریم موږ ته داسې لارې چارې را په ګوته کړې،چې که چېرته يې په پام کې ونیسو تل به نیکمرغه و اوسو. ځينې داسې حالات قران کریم بیان کړي،چې له هغو سره هېڅکله بدمرغي نه يو ځای کېږي که څوک دا حالات خپل کړي هغوی به خامخا نيکمرغه وي او په دنیا او اخرت کې به خوشحاله وي،چې د دغو حالتونو تفصيل په لاندې ډول دی.
۱- له مور سره ښه چلند کول: کله چې انسان له مور او طبعاً پلار سره نیکي او ښه چلند کوي هغه به هېڅکله د شقاوت او بد مرغي ښکار نه شي په قران پاک کې له مور سره د عيسی (ع) د چلند په اړه د سورت مریم په ١٤ آیت کې راغلې دی. ژباړه: ( او له خپل مور او پلار سره نيکي کوونکی وو، سرکشه او نافرمانه نه وو).
۲- له قران کریم سره شقاوت او بد مرغي نشته، یعنې څوک چې له پاک قران سره اوسي، تلاوت يې کوي، زده کوي يې او عمل پرې کوي؛ نو د انسان د نېکمرغۍ او خوشحالي باعث ګرځي لکه څرنګه چې پيغمبر (ص) ته الله(ج) فرمایلي دي (موږ پر تا قرآن د دې لپاره نه دی نازل کړی چې ته بدمرغه شي) قرآن د الهي کتابونو له ټولو سپېڅلی او دروند کتاب دی همدا راز قرآن کریم د ډېرو انساني ناروغیو او بدبختیو درملنه هم ده.
۳- له دعا سره بدمرغي او شقاوت نه یو ځای کېږي څوک چې الله تعالی ته زارۍ او دعا کوي هغه به خوشحاله او نېکمرغه ژوند لري لکه په قران کریم کې د زکریا علیه السلام دا خبره ( او زه هېڅکله ستا څخه د دعا په غوښتنه کې نا امېده پاتې شوی نه یم).
۴- د هدایت او د الله پرلاره سم تګ سره شقاوت او بدمرغي نه يو ځای کېږي الله تعالی د طه سورت په ١٢٣ آیت کې فرمایلي ژباړه: ( نو څوک چې زموږ د هدایت پېروي وکړي هغه به نه ګمراه شي او نه به په بدبختي اخته شي).
۵- له الله تعالی نه د ويرې حالت د نېکمرغه اوسېدو او نیکمرغي حالت دی، په دې حالت سره شقاوت او بدمرغي نه يو ځای کېږي له الله تعالی وېرېدونکی انسان به تل خوشحاله او نېکمرغه اوسي الله تعالی د سورت الاعلی په لسم او یوولسم آيت کې فرمایی: ژباړه ( څوک چې له الله(ج) نه ویرېږي هغوی به پند او نصیحت ترلاسه کوي او له دې (نصیحت) څخه هغه زیات بدمرغه خلک ډډه کوي،نو له الله تعالی څخه ویره او داسې انګېرل چې الله (ج) هره شیبه ما څاري او ویني مې چې دا د یوه کامل انسان نښه ده د الله (ج) بنده ګان باید د ګناه کولو پر وخت به د الله (ج) څخه ویره ولري له هغه سپېڅلي ذات څخه د بښنې، رحم او مهرباني غوښتونکی وي،چې دا حالات هم د نیکمرغي حالت ده.
۶- یو هم د تقوا حالت دی تقوا لرونکي خلک د بدمرغۍ ښکار کېدلی نه شي دې موضوع ته الله (ج) د الیل په سورت کې اشاره کړې او فرمایی: ژباړه ما تاسې له لمبه لرونکي اوره ووېرولئ، چې هغه ته به یوازې ډېر بد مرغه ننوځي، هغه چې دروغ یې ويلي او له دین نه ګرځېدلي او له دې اوره به ډېر متقیان وژغورل شي. الله (ج) د انسانانو د غوره والي لپاره تقوا معیار ټاکلې د انسانانو ترمنځ دا فرق هم یوازې د تقوا حالت دی تقوا داره انسانان هغه نېکمرغه انسانان دي چې د دنیا او آخرت نېکمرغي به يې په برخه وي د تقوا په واسطه کولای شو له هر ډول شقاوت او بدبختۍ څخه ځان وژغوري او د الله (ج) د هدایت او لارښوونو لاندې ژوند وکړو د يو مؤمن په صفت په پوره ايمان او باور سره پورتني ذکر شوي حالتونه خپل کړو د دنیا او آخرت خوښي به مو په برخه او تل به په ټولنه کې د یوه نیکمرغه او خوشحاله انسان په توګه ژوند وکړو الله (ج) دې موږ ته پورتنيو حالتونو د خپلولو توفیق راکړي.

فریدالله احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *