افغانستان

د قرآن کریم توهین ته غبرګون؛ په مرکز او ولایاتو کې قهرجن لاریونونه تر سره شول

په بغلان، لغمان، بدخشان، پنجشیر، بلخ، کابل، پکتیا، سرپل، ننگرهار، بادغيس او غور کې قرآن کریم ته د سپکاوي

په بغلان، لغمان، بدخشان، پنجشیر، بلخ، کابل، پکتیا، سرپل، ننگرهار، بادغيس او غور کې قرآن کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې زرگونو خلکو لاريونونه وكړل.
د تېرې شنبې په ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته سوېډني سياستوال راسموس پالودان د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله چې د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې يې غبرګونونه راوپارول. په ګڼو ولایتونو کې پرون د جمعې له لمانځه وروسته زرګونه کسان راټول شوي وو چې مرګ د اسلام او قرآن پر دښمنانو شعارونه يې له ځانه سره لېږدول. لاریون کوونکو له اسلامي نړۍ د يووالي غوښتنه وکړه او د سویډني افراطي سیاستوال ته چې د قرآن کریم سپکاوی یې کړی د سزا غوښتونکي شول. هغوی په سويډن کې د اسلام سپېڅلي کتاب قرآن کریم ته سپکاوی له ټولې اسلامي نړۍ سره د غير اسلامي هېوادونو له خوا اسلام ضد دښمنه پاليسي وبلله او پایلې یې خطرناكي وبللي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *