دینې لیکنېلیکنې

د قران تلاوت د معنی نه پوهېدو په صورت کې هم ګټور عمل دی:

له قران مجید پرته په دنیا کې داسې هېڅ کتاب نشته چې له پوهېدو پرته یې لوستل ګټور وي.
قران یو داسې کتاب دی چې په هر حال کې یې لوستل ګټور دي. د قران غټه فایده داده چې په لوستو یې انسان ته ثواب ورکول کېږي او د لوستو د ثواب لپاره یې د معنی درک کول شرط نه دي، ځکه چې:
1 ـ هر عاقل او هوښیار پردې پوهېږي چې له الفاظو او نقشو پرته پر معنی پوهېدل ممکن نه دي، په داسې حال کې چې الفاظ له معنی پرته ترلاسه کېدای شي.
2 ـ دوهمه موضوع داده چې دا د الله تعالی حکمت دی چې غواړي خپل مخلوق خپل ذات ته اول یوازې د تلاوت او لوستو له لارې نږدې کړي، بیا کله چې انسان د الله تعالی د کلام خوند ولید او پرې عادت شو، ورو ورو به د معنا او تدبر پر لور هم روان شې.
که چېرې د قران د لوستو او قرئت لپاره پرې پوهېدل هم شرط وای او له فهم پرته تلاوت یې ناسم بللی وای، ممکن وه چې خلک قران ته د نږدې کېدو پر ځای ترې لرې شوی وای.
3 – درېیمه موضوع داده چې شریعت یوازې تلاوت هم عبادت بللی دی. عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه فرمایې چې محمدﷺ فرمایلي دي{{مَن قرأ حرفًا من كتاب الله فله به حسنة، والحسنة بعشر أمثالها، لا أقول: ألف لام ميم حرف، ألفٌ حرفٌ، ولامٌ حرفٌ، وميمٌ حرفٌ}} چاچې د الله د کتاب یو حرف ولوست هغه ته یوه نیکي لیکل کېږي او د یوې نېکۍ لس چنده اجر ورکول کېږي. زه دا نه وایم چې الم حرف دی، بلکې الف یو حرف دی لام بل حرف دی او میم بل حرف دی.} ښکاره شو چې د الله تعالی د کلام په هر حرف لوستو باندې لږ تر لږه لس نېکۍ ورکول کېږي.تاسې دغه مبارک حدیث کې غور وکړﺉ، نبيﷺ چې کوم حروف یاد کړي ، هغې ته مقطعات وایي او د دغو معنا او حقیقت په اړه هېچاته څه نه دي ورښودل شوي. نبي ﷺ د لس نېکیو مثال په داسې حروفو کې ورکړی چې هېڅوک یې په معنی نه پوهېږي. له دې ښکاري چې که څوک د قران په معنی پوهېږي او یا نه، اجر ورته لیکل کېږي.

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *