راپورونه

د قشقري ۶۰ زره ټنه اومه تېل و پلورل شول

شریعت :د کانونو او پترولیم وزارت د سرپل قشقري سیمې څخه ایستل شوي  ۶۰ زره ټنه اومه تېل د پلور لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړي وو، چې ۱۸ کورنیو شرکتونو په کې ګډون وکړ.د داوطلبۍ په دغې پروسه کې د یما پترولیم شرکت د دغو تېلو د اخیستو لپاره تر نورو شرکتونو د ښې بیې په وړاندې کولو سره بریالی اعلان
شو.د کانونو  او پترولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د غونډې په پیل کې ډاډ ورکړ، چې له کوم سلیقوي چلند پرته په رڼه توګه به د شرکتونو تر منځ له هغو شرکت سره د تېلو د پېرلو قرارداد وکړي، چې تر نورو ښه بیه ورکړي.د هغه په وینا، له دې کاره یې یوازینۍ موخه د هېواد ګټه ده،چې یو سینټ د افغانستان او ولس ګټې ته اضافه کېږي، هماغه شرکت ته دا قرارداد ورکوي. شیخ دلاور ټینګار وکړ، دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار دی،چې د اسلامي امارت په قیادت کې د تېلو د ایستنې، پروسس او تولیدوونکی هېواد شو.هغه زیاته کړه: «دا څوم کال شو، چې د تېلو د پلور لپاره داوطلبۍ ته ورکوو،چې له لارې یې لسګونه میلیونه ډالر د حکومت خزانې ته ځي او بېرته د دغه ملت په خدمت کې مصرفېږي».د معلوماتو له مخې د ایستل شويو اومه تېلو د پروسس او تصفیې لپاره د هېواد دننه کارخونې شته، چې کولی شي تر ۶۰ او ۷۰ سلنه اومه تېل یا نفت پروسس کړي او پاتې سلنه یې مازوت کېږي.دغه ۴۰ یا ۳۰ سلنه مازوت بېرته په هېواد کې د ننه نورو کارخونو ته ورکول کېږي، چې هغوی ترې د اوسپنې په ویلي کولو او نورو بېلابېلو برخو کې ګټه اخلي.د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر په وینا، د دې لپاره چې د خامو تېلو د سل سلنه پروسس کولو لپاره یوه معیاري کارخونه ولرو، لوړ لګښت ته اړتیا لري او زیاته یې کړه، حکومت هڅه کوي چې د دولت یا خصوصي سکټور په کچه د هېواد د ننه په نړیوال سټنډرد برابر دغسې یوه کارخونه جوړه کړي.هغه وویل: «سلګونه میلیونه ډالره ور ته پکار دي. په دې اړه مو په کور دننه پانګوالو سره او د چینایانو په ګډون له نورو بهرنیو پانګوالو سره هم خبرې کړي دي او لا هڅې کوو».د کانونو وزارت ویاند همایون افغان د غونډې په یوه څنډه کې رسنیو ته وویل، چې تصفیه شوي تېل د هېواد سټنډرډ دي، چې بازار ته عرضه او هېوادوال یې عملاً کاروي.ده وویل، چې د اوس لپاره په ټول افغانستان کې د تېلو ۲۴ فعالې څاه ګانې شته او په ورځني ډول ترې دیارلس نیم سوه ټنه تېل ایستل کېږي، چې په نژدې راتلونکې کې به د څاه ګانو په شمېر کې ډېروالی راشي او د نفتو د ایستنې کچه به ورسره لوړه شي.ښاغلي افغان څرګنده کړه، چې اوسني خرڅ شوي ۶۰ زره ټنه تېل د څه باندې ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو ارزښت لري.د یما پترولیم شرکت مطبوعاتي سلاکار او ویاند سید غفور احمد جاوید څرګنده کړه، چې دغه تېل به ټول په افغانستان کې تصفیه کېږي.نوموړي وویل: «دلته اوس ریفاینريانې شته، د افغان کارګرانو او افغان انجنیرانو پر مټ به پروسس کېږي، چې خلکو ته به کاري فرصتونه برابر کړي او د حکومت خزانې ته د عوایدو په ورټولېدو به د اقتصاد په ښه کېدو کې مثبت رول ولري».دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي چارو شنوونکي هم پر دې باور دي چې په هېواد کې دننه د کانونو پروسس د هېواد په اقتصادي وده او د کار موندنې په برخه کې هم مهم رول لري.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button