د قصاص تطبيق په پراخه کچه وستايل شو
شریعت: پرون چهارشنبه په فراه کې؛ پر يوه قاتل باندې د قصاص حکم تطبيق شو، چې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې ټولو خلکو وستايه او د الهي احکامو تطبيق يې د ټولنې يو اهم ضرورت وګاڼه. خلک وايي، اسلامي امارت بايد په ټولو برخو کې شرعي حدود تطبيق کړي، تر څو د فساد مخنيوی وشي او خلک د امن ساه واخلي.

ليکوال او استاد مولوي عبدالحق حماد ويلي: الحمدلله؛ نن د اسلامي نظام يو اساسي حکم نافذ شو، نور به دلته څوک د چا د وژلو فکر نه کوي!
دکتور غلام عمر عبدالله وايي: قصاص او د نورو شرعي حدودو تطبیق د اسلامي نظام له بنسټیزو اهدافو څخه دي او په پلي کېدو يې ټولنه اصلاح کيږي. دغه راز د عادل عمري په نامه يو بل هېوادوال ليکلي: چیرته چې د الله تعالی حدود مراعت او تطبیق یې د قران او سنتو په رڼا کې نافذ شي، نو الله تعالی په هغه ټولنه کې د اوسیدونکو د حفاظت ضمانت کړی. هيله ده چې پر ټولو قاتلينو دغه الهي حکم تطبيق شي مولوي عبدالرحمن محمود په نامه يو بل ليکوال او استاد وايي: د ألله رب العزت شرعي حدود د عمومي أمن أو مصالحو هغه مجربه نسخه ده چي په بل هیڅ دین کي نشته. که قاتل پوه شي، چي زه به وژل کیږم، أیا بیا به هم د یو چا د قتل إراده وکړي؟ نه، هيڅکله نه!
د احمد خوستي په نامه يو بل هېوادوال ليکلي: بي بي سي او ازادي راډيو هم پر خپلو پاڼو د قصاص خبرونه نشر کړي، خو جالبه دا ده چې د هغوی د تمې خلاف، په زرګونو مثبت لايکونه او کمنټونه يې اخيستي. دا ملت مسلمان دی او يوازې د اسلامي قانون غواړي.
د دوی تر څنګ په زرګونو هېوادوالو په ټولنيزو رسنيو کې د دغه الهي حکم تطبيق ستايلی او له اسلامي امارته يې غوښتي، چې مجرمينو سره جدي برخورد وکړي او په ټولو برخو کې الهي احکام تطبيق کړي.