افغانستان

د قطر یوه بله جوپه مرسته هم را ورسېده

ځایي مسوولین وایي، له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د قطر له لوري وړمه ورځ یو ځل بیا د مرستو یوه الوتکه د مزار شریف هوايي ډګر کې ښکته شوه. ویل کیږي چې په دغو مرستو کې ۴۲ تڼه خوراکي او د سرپناه توکي پکې شامل وو. دا مرستې د قطر د خيريه موسسې او قطري سرې  مياشتې له لوري هغو کسانو ته رالېږل شوې، چې بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله یې د کورنۍ غړي او کورونه له لاسه ورکړې دي. د یادونې وړ ده چې د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر دولت ټولټال نږدې یو لک ټنه مرسته کړې ده، چې د کمپلو ترڅنګ بېلابېل خوراکي توکي په کې شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button