سرمقالې

د قمري تاریخ ټاکنه پوره دقت غواړي

که څه هم زموږ دفتري چارو کې تر ډېره لمریز کال او میاشتې معمول دي ځکه یو خو د دې تاریخ مبد‌أ هم نبوی هجرت دی چې ان د صحابه وو په زمانه کې ټاکل شوې او بل دا چې ښه دقیق او منظم دی او له همدې وجې کمپیوتري سیستم سره هم مناسب دی. البته د قمري میاشتو دقیقه کتنه، څارنه او ټاکنه بیا له دې امله مسلمانانو ته ډېره مهمه ده چې د حج، روژې، اختر او داسې نورو برکتي شپو ورځو ټاکنه بیا د سپوږمۍ پر حساب چلیږي. بنا پر دې د اسلامي امارت هغه ادارې او مسوولین چې د همداسې مذهبي چارو پر تنظیم ګومارل شوي، دایې ذمه واري ده چې د میاشتې (هلال) په څارنه او کتنه کې پوره هڅه او دقت وکړي؛ ځکه ښکاره ده چې په دغسې مواردو کې وړه اشتباه هم د هېواد څلوېښت میلیونه وګړي له ستونزې، ګډوډۍ او پرېشانۍ سره مخ کوي. د مثال په ډول سږ کال د شعبان او رمضان دواړو میاشتو د پیل کېدو په اعلان کې د هلال کمېټې او ستورپوهانو خبره یوه نه وه- چې بالاخره هلال کمېټۍ له څو غبرګو اشتباهاتو سره سره مخ شوه- یو دا چې ښايي د شعبان هلال یې سم نه وڅارلی، بل دا چې هماغسې د خپل حساب له مخې یې د شعبان نهه ویشتمه (۲۹) اته ویشتمه وګڼله او سترې محکمې هم پر همدې اساس ښکاره اعلان وکړ چې سبا «دوشنبه» روژه نشته- همدارنګه بله اشتباه دا هم شوه چې په اعلان کې تلوار وشو خو څو ساعته وروسته بیا د همدې شعبان د غلط نهه وېشتم تاریخ ورځ د رمضان لومړۍ ورځ اعلان شوه په دې هکله زموږ د ورځپاڼو په شمول ګڼو رسنیو ته له هرې خوا ډېرې ګیلې او نیوکې راورسېدلې، چا ویل له لومړي اعلان سره سم یې روژه نه ده نیولې، چا ویل تراویح مو و نه کړې، چا ویل هلال کمېټه وسایل نه لري او چا ویل بیا هم سپوږمۍ نه ده لیدل شوې، بلکې د سعودي عرب او ځینو نورو هېوادو اعلان یې معتبر ګڼلی او داسې نور- په هر صورت مهمه داده چې واقعاً د قمري میاشتو په کتنه کې تر خپله وسه کوښښ په کار دی- تردې چې که سم وسایل موجود نه وي نو داسې هم کېدی شي چې مثلاً هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې ماښام مهال کومه الوتکه د وریځو په شتون کې نسبتاً لوړه الوتنه وکړي او د هلال په اړه څو کسه شاهدان د خپلو سترګو لیدلی حال تر لاسه کړي- مطلب دا چې دغه موضوع ځکه اړینه ده چې د ټول هېواد وګړو سره نېغ په نېغه تړاو لري او د کمې اشتباه په صورت کې هم ټول له پریشانۍ سره مخ کیږي او هم اړوند چارواکي پړه او ملامت ګڼل کیږي- هیله ده په دې موضوع کې دغه شان بې احتیاطي بیا تکرار نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *