افغانستان

د قوشتیپې کانال د چارو د چټکتیا په هکله بحث وشو

د ریاست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پرون د اړوندو ادارو د مسؤلينو په ګډون د قوش تیپې کانال د چارو د پرمختګ، ښه والي او فعاليتونو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې د چارو ادارې لوی ریاست، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو او د ملي پراختيا شرکت د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د يادې پروژې د بشپړولو بهير د چټکولو پر لارو چارو، د کارونو د پرمخ بېولو لپاره د لا زياتو سرچينو او امکاناتو د برابرولو او د یاد کانال د توپوګرافۍ مسير او دقيقو مطالعاتو په اړه هراړخيز بحث او خبرې وشوې او په هکله يې لازم تصميمونه ونیول شول.
د يادونې وړ ده، چې د دغه پلاوي د جوړولو پرېکړه د اسلامي امارت کابينې په وروستۍ نوبتي غونډه کې شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *