افغانستان

د قوشتېپې پر کانال د دوو لویو پلونو چارې په بشپړېدو دي

د ملي پراختیا شرکت مسوولینو د قوشتېپې پر کانال د دوو لویو جوړېدونکو پلونو د ۹۰ سلنه چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.د یاد شرکت اړوند د قوش تیپې کانال د تخنیکي چارو انجینر حمیدالله ذهین وایي، چې د دغو دواړو پلونو ۹۰ سلنه چارې بشپړي شوې او پاتې کارونه به یې په نږدې څو ورځو کې پای ته ورسېږي.نوموړي زیاته کړې، چې په دغو پلونو کې کارول شوي رغنیز توکي د افغانستان خپل تولید دی او د جوړېدو مسولیت یې هم افغان انجینران پر غاړه لري. د قوشیپې کانال د منځنۍ اسیا په کچه ستره پروژه بلل کېږي، چې چارې یې نږدې ۲ کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مسوولينو له لوري د داخلي عوايدو په تمويل پیل شوې او دمګړۍ يې چارې په چټکه روانې دي.د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې یو شمېر مغرضو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړې وه، چې ګواکې د دغه لوی کانال چارې دریدلي خو د یاد کانال د تخنیکي چارو مسوولینو دغه ادعا په کلکه رد کړې او دا یې د قوشتیپې کانال له چارو څخه د دروغجنو رسنیو بې خبري بللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *