افغانستان

د قوشتېپې کانال دویم فاز کارونه په چټکۍ روان دي

د قوشتېپې کانال د پروژې مسوولین وایي چې اوس مهال د دغې پروژې د دویم فاز کارونه په جوزجان او بلخ ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دي او درې سلنه کارونه یې پر مخ تللي دي.
د دې پروژې دویم فاز ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د کار له چټکتیا یې وړاندې له وړاندې د بشپړاوي وړاندوینه کېدای شي. ورته وخت کې یو شمېر بزګران او د ځمکو خاوندان چې دغه کانال سره نږدې پر کرکیله بوخت دي، خوښي څرګندوي، چې د دغه کانال تر جوړېدو وروسته به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
قوشتېپه د هېواد لویه اوحیاتي پروژه ده، چې ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی لري او د یوه کرنیز افغانستان لپاره غوره زېری راکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button