دینې لیکنې

د قیامـت له عـلامو څـخــه یــوه لـواطـــت دی

لکه څرنګه چې معلومه ده د قیامت علامې زیاتره موجودې شوې،یوازې یو څو یې د ګوتو په شمېر وجود نه لري او یقیناً موږ او تاسې هم د دنیا په داسې درشل کې قدم اېښی ،چې د فتنو ګمراهیو سیلابونه روان دي، غربي نړۍ او د دوی هم فکره خلک د نوې ترقۍ په خاطر هغه شرموونکي کارونه کوي،چې انسانیت،خو لا څه کوې له حیوانیته هم ور اخوا دي ،اورېدلي به مو وي ،چې نړۍ او امریکا همجنسبازانو ته باقاعده دګډ ژوند تېرولو قانون منظورکړی،اګر که د ګانګرس ځینې غړي ورسره په یوه خوله نه وو، دغه حیواني او غربي فلسفه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د دوی د مفکرینو له خوا نه هم د ترویج په حالت کې و،ېوه بېلګه یې د افغانستان هغه همجنسبازان لوطیان ځناور وحشیان
و چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د برېتانیا لمن ته پنا وروړه ،ترڅو دغه ناوړه ځناورتوب هلته دايم وساتي او دغه حیواني کړنې چې حیوانیت ترې شرمېږي ،خپل د ژوند مشغله وګرځوي.
معززو وروڼو!
رسول الله (ص) فرمایي :چې له قیامته لږ وړاندې به لواطت او اغلام بازي عامه شي او له دین وروسته د امت د هلاکت ډار دی، د دغو فحشاو او ناوړو کړنو نن سبا په نړۍ کې سیلابونه روان دي،هغه هېوادونه د ترقۍ راز په دغه لنډغرتوب کې ویني ،نعوذ بالله
او حضور علیه السلام فرمایي:إِِذَا اسْتَحَلَّتْ أُمَّتِي خَمْسًا فَعَلَيْهِمُ الدَّمَارُ، إِِذَا ظَهَرَ التَّلَاعُنُ، وَشَرِبُوا الْخُمُورَ، وَلَبِسُوا الْحَرِيرَ، وَاتَّخِذُوا الْقِيَانَ، وَاكْتَفَى الرِّجَالُ بِالرِّجَالِ، وَالنِّسَاءُ بِالنِّسَاءِ۔(شعب الایمان:۵۰۸۶)(تحریم الفروج)
نبي علیه السلام فرمایي چې کله زماپه امت کې پنځه شیان عام شي نو له هغې وروسته د هغوی د هلاکت څخه وډار شئ،کله چې په یو بل پسې لعنت او بدګړي عامه شي ،شراب څښل عادي شي او د ورېښمو اغوستل عام شي،خلک سندرغاړې ونیسي او سړی له سړیو او ښځې له ښځو ګټه اخلي،
نن سبا ښځې له ښځو،سړي له سړیو ناوړه ګټه اخلي او زیاتره رپوټونه یې په سوشل مډیا باندې د دواړو تر سترګوکېږي ا و دا هغه ملعونان دي چې د قیامت تر ورځې پورې به په دالعنت کې اموخته وي او حضورعلیه السلام فرمایي:مَلْعُونٌ مَلْعُونٌ مَلْعُونٌ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ۔(شعب الایمان:۵۰۸۹)
هغه کس ملعون ملعون ملعون دی،چې د لوط(ع) د قوم کړنې ترسره کوي،یو له هغو کړنو یې داو،چې دا ناوړه کارونه یي کول، د دغې کار د حرمت اصلي لامل دادی چې الله عزوجل په قران او په احادیثو کې نبي علیه السلام یې حرمت بیان کړی دی او له عقلي لحاظ سره هم حرام عمل دی،ځکه دغه ځای دکروندی لپاره نه دی،بلکې د خپل حاجت د پوره کولو لپاره دی.
مسلمانانو وروڼو!
نړۍ نوره انتها ته رسېدلې،نور طاغوتیت،فحشاوې او بې دیني له دینه پورته نه وي ،خلک او مسلمانان هغه ناوړه کارونه کوي،چې د اسلام د مقدس دین له اساساتو سره په ټکر دي ، نو راځئ توبه وباسو، تر اوسه د توبې دروازې خلاصې دي،یو وخت به راځي د دغو په ارمان کې به وو او په خپله هم له دې ناوړو کړنو ځان وساتو او نور خلک هم له دې بې کاره عمل څخه په وعظ او نصیحت باندې راوګرځوو.

مفتي صبغت الله صفدراورګونی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *