لیکنېمقالی اوتبصرې

د كب لسمه د ګران هېواد په كليزه كې !!

جبريل سعد

د كب لسمې او د اشغال د خاتمې تړون درېيمه كاليزه په داسې حال كې لمانځو چې له تمې د لوړو پايلو ترڅنگ يې د۴۳كاله قربانيو، ارمانونو او جهادي هلوځلو او په ځانگړې توګه د شاهي كوټ تاريخي معركې چې لا د صليبي اشغال د پيل له لومړيو شېبو يې همدا د كب۱۰(د مالوماتو په توپير۱۲مه) د هېواد په تاريخ كې په خپل نوم او وياړ كړه؛ د پكتيا له جغرافيوي هسكو يې راكړي پيغام او الهام تحقق موندلی او د ښمر په توگه يې ازادي، خپلواكي، اسلامي نظام او په سيوري كې يې بې ساري پرمختگونه او لاسته راوړنې په لاس كې لرو او لازياتې هيلې او اميدونه يې را ټوكولي دي. د كب ترلسمې د تبليغاتو په دروند غبار او گرد كې نړۍ او بيا اسلامي ټولنې ته د خپلې دفاعي چارې جهاد زور، ښمر او په زړه پوري پايلې نه مالومېدې او چې د افغانانو د جهاد او سرښندنو په نتيجه كې د صليبي نړۍ د بالفعل او عملاً ماتې لومړی څرك هم ولگېد او بيا يې د واقعيت او حقيقت پر ډگر بشپړه ماتې هم خوړلې او امپراتوري يې نسكوره وه، هم يې د چا زړه ته لاره نشوه موندلای، بلكې همدې تبليغاتو د افغانانو او اسلامي نړۍ د دفاعي ځواك او كرښې(جهاد)د ماتې فكر او احساس عام كړي و او داسې يې ښوده چې كه له افغانستانه اشغال ټولېږي، نو دا يواځي له دې وجې چې موخې يې ترلاسه كړې، مجاهدين يې له منځه يووړل او دا هڅه هم وشوه چې له هېواده د اشغالگرو وتل په يو نه يو ډول جوړ جاړی او له اسلامي امارت او يا هم كه وشي له خپل تپلي رژيم سره د يوې معاملې له مخې تبليغ او د اوس او راتلونكي لپاره يو څه پكې ترلاسه كړي چې دې ټگۍ برگۍ يې د مذاكراتو پېچلتيا ژوره كړه، تر۱۸مياشتې مودې وغځېدل او آن روان بريالي مذاكرات چې اشغالگر لوری په كې له ماتې سره مخ او اسلامي امارت بريالی و؛ هم د ننگونو او گواښونو ښكار او بې پايلې تبليغ كېدل چې د افغانانو، افغانستان، د هغو د راتلونكي په اړه يې خورا پراخ او بوږنونكي اټكلونه، اندېښنې او پوښتنې را ولاړې كړې وې او دا لوړې تبليغاتي هڅې او بيې يې ټولې د حقيقت او ځمكني واقعيت پر ډگر خپلې مبرهنې ماتې، نسكورۍ او هر اړخير زوال د پټولو او په اړه يې عام پام او احساس سرچپه كولو په پار هم پر ځان منلې او هم يې پر اسلامي امارت تاوانولې.
لكه چې چانس يې هم بېخي پراخ و او له تړون وروسته تر بشپړې تېښتې د هغه له توافقاتو مكررې او په سلگونو(د هغه مهال يوې سرسري احصائيې له مخې۱۲۰۰مواردو كې)سرغړونې او پرې متقابل غبرگون ته د اسلامي امارت اړ كولو هڅې هم وشوې؛ يوه موخه همدا وه چې د دوحې تړون دا دومره ستر وياړ او بريا مو پېكه او د يوې داسې معاملې رنگ واخلي چې كله پاللې او كله بايللې، خو په باور-زموږ وياړ-د تاريخ برخه ونه گرځي، نو خدای مكړه كه د مذاكراتو په دوام كې ډېر لږ هم داسې څه را منځته شوي وای چې اشغالگرو پر يادو۱۸مياشتې ټگيو برگيو او تبليغاتي هڅو سره غوښتل او يا لږ تر لږه دغو مذاكراتو د جوړجاړي او معاملې بڼه غوره كړې وای؛ ډېر زيات او تر هغې كچې زيان به مو كړی وای چې اشغالگرو يې تابيا او تمه هم نه وای كړې، د دوحې تړون د وياړ بشپړ ځای به پېغور او سرټيټۍ ډك كړی وای او طبعاً به نه جبرانېدونكې هم وه چې د افغان ولس، اسلامي امارت مشرانو-مجاهدينو او ټولو ریښتنو خواخوږو اندېښنه هم همدا وه. خو د گردې نړۍ په شتون كې د دوحې تړون لاسليك شو او د تكبير ملكوتي چيغو له ټولو حقائقو تبليغاتي څادر كش كړ، د څو دقيقو په ظرف كې يې آن پر نړيواله كچه هم عام فكر او احساس بدل او واقعيتونه يې د تبليغ سرچپه په رښتینې بڼه وښودل، ټولې اندېښنې-پوښتنې-اټكلونه يې ځواب كړل او نور يې پای ته ورسول، د يرغلگرو ماتې-نسكور حيثيت-د زوال پېلامه يې بشپړ رسوا او بربنډ كړل، د ستونزې ډيپلوماټيك هواري پر نوم ټگيو برگيو-معامله گرۍ-هرڅه چانس له منځه لاړ او ډېر نور…نو د دوحې تړون او د كب لسمه كه يوه هر اړخيزه تاريخي بريا وه، په نړيواله كچه د جهاد او لاسته راوړنو يې يوه ستره تبليغاتي سوبه هم وه چې پرې د اسلامي امارت او افغانستان په اړه يې د نړيوالې كچې عام فكر او احساس خپل ځای ته راوست.
د كب لسمه او د دوحې تړون د افغان ولس، مسلمانې ټولنې او ټولې نړۍ لپاره هر يوه ته د ورپېښو حالاتو پر مقتضا يو ښه پيغام لري او كه يو د افغانانو لپاره وياړ گڼله كېږي؛ د اسلامي ورورۍ پر مدار ټولې مسلمانې ټولنې ته وياړ دی او كه د مسلمانې ټولنې بريا گڼله كېږي، د ټولې بشري ټولنې په خير دی چې پرې اشغال ته عملاً افغان ولس ماتې ور كړه، وياړ يې پرې بشپړې اسلامي ټولنې ته وباښه او له خير څخه يې ټوله بشري ټولنه برخمنه شوه، خو كه ځير شو؛ اشغالگرو يې له توافقاتو په بيا بيا سرغړونې سره چې لا تر اوسه دوام لري او پرې سربېره د يادو توافقاتو ضد تبليغاتي هڅې بياهم د دې لپاره دي چې د دوحې تړون پر حيثيت، ارزښت، تاريخي اهميت، لاسته راوړنو او ښو پايلو يې گرد پرېوزي او بياهم د بې ځايه اټكلونو، اندېښنو او پوښتنو په رامنځته كولو په كې اسلامي امارت پړ وښودل شي، خو اشغالگر او مزدوران يې بايد پوه وي چې د دوحې تړون پر لاسليكولو او خپلې هر اړخېزې ماتې پر منلو يې د دې هر ډول چانسونه له لاسه ور كړي او اوس چې اسلامي امارت د خپل هېواد او ولس د سترگو پر وړاندې يو مسئول نظام او چارواكې يې د همدې دوحې د تړون نوښتگرې څيرې دي؛ دغه هڅې پڅې مو ځای نه نيسي، د دوحې تاريخي تړون پر وياړ د كب لسمه د گران هېواد په كليز كې ځای لري، اسلامي امارت او افغانانو د دغه وياړ بيه پرېكړې، ارزښت يې پېژني او له پر مختگونو او پر ځان بسياينې سره به يې نور هم او لا ښه وپېژني، نو ځكه يې لمانځي، تاسو ته دې د پرله پسې ماتو تسليت وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *