افغانستان

د لغمان، پکتیکا او ارزګان والیانو دندې پیل کړې

مولوي شېر احمد حقاني د لغمان د نوي والي، مولوي عنایت الله شجاع د روزګان د نوي والي او مولوي عبدالخالق عابد د پکتیکا د نوي والي په توګه دندې
پیل کړې.د لغمان نوی والي مولوي شیراحمد حقاني د یوې غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت د لومړي معاونيت مشاور فرید احمد شریفي له لوري
معرفي شو.مولوي شېر احمد حقاني د معرفت په غونډه کې وویل چې تغیر او تبدیل د امارت یو اصل دی او د چارو د ښه ترسره کولو په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ و نه کړي.ورته مهال دې ته ورته غونډو په ترڅ کې د روزګان نوی والي مولوي عنایت الله شجاع او د پکتیکا نوی والي مولوي عبدالخالق هم خپلې دندې
پیل کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *