مقالی اوتبصرې

د لمریزې برښنا پر تولیدي پروژو پانگونه ښه اقدام دی

ټولو ته مالومه ده، چې افغانستان د تحمیل شوې جگړې په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې سخت زیانونه وليدل، نو نن سبا یې واقعاً د آبادولو، رغولو، سمسورتیا او ښیرازۍ په برخه کې هر پتمن هېوادوال ځانگړی مسوولیت لري او د دې ترڅنگ د اسلامي امارت اړوند مسوول ارګانونه هم په مختلفو برخو کې لومړیتوبونو ته په پاملرنې سره په منظم ډول لنډمهالي، منځ مهالي او اوږدمهالي پروگرامونه ترلاس لاندې لري ترهغو چې په ټول هیواد کې په انډولیزه توگه په هراړخیز ډول پرمختیایي، رغنیزې او بنسټیزې پروژې پلې کړي.
که چېرې په هراړخیزه توگه کورني او بهرني پانگه وال په بېلا بېلو برخو کې په کې پانگونې وکړي نو اړوندو لورو ته به هم بې له شکه چې بې گټې نه وي، ځکه چې افغانستان ډېر ښه امکانات لري،دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه، ځلانده لمر، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري، چې باید له دغو ټولو په ښه توگه گټه واخیستل شي.
نو په دې صورت کې اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي اوکورني او بهرني پانگه وال دېته وهڅوي چې په پراخه کچه پانگونې وکړي، په هر حال د برښنا بندونو رغاول، جوړول او هم دلمریزې برښنا څخه د استفادې په موخه د پروژو تطبیق هغه څه دي چې له یوې خوا په کور دننه موږ د اړتیا وړ برښنا ترلاسه کولی شو، ددی ترڅنگ د ښه مدیریت په لړ کې کولای شو چې خپله اضافي برښنا نورو هیوادونو ته هم صادره کړو، نو دمگړۍ واقعاً چې داوبو او برښنا بندونو جوړولو، رغاولو او دلمریزې برښنا د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو د مشرتابه پالیسي او هڅې د قدر وړ دي، پاک الله (ج) دې دوی ته لاهم د دې توان، توفیق او همت ورکړي چې په ټول هیواد کې رامنځته شوی نظم، ثبات او ډاډمن امنیت لاپسې ښه ټینگ کړي، ځکه دا د هر جگړه ځپلٍي افغان لومړنۍ غوښتنه او یوازینۍ هیله ده، د دې ترڅنگ د اسلامي امارت اړوند مسوول ارګانونه باید د قدرمنو هېوادوالو د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د دوی د هراړخیزو ستونزو د حل په موخه ډول ډول پروژې د هیواد په گوټ گوټ کې طرحه او پلې کړي ترڅو د هر ډول پروژو په بشپړېدو سره د هیوادوالو ستونزې حل او په ټولیزه توگه د هیواد ملي اقتصاد پیاوړی شي او د قدرمنو هیوادوالو د ژوند په هوساینه کې هم اغېزمنې او مثبتې پایلې پرځای پرېږدي.

شامحمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *