دینې لیکنېلیکنې

د لمـــونځ ګـــټې

لمونځ د جنت کلي ده
لمونځ د دین ستن ده
لمونځ په محشر کې د سر تاج دی
لمونځ د مومن د زړه راز دی
لمونځ د رحمت نازلیدل دي
لمونځ د روزۍ زیاتوونکی دی
لمونځ د مومن معراج دی
لمونځ د آخرت تحفه ده
لمونځ انسان د دوزخ له اور څخه ژغوري
لمونځ د ګناهونو کفاره ده
لمونځ سیوری او رڼا ده
لمونځ د دښمن په مقابل کې وسیله ده
لمونځ د پیغمبرانو سیرت دی
لمونځ د فحشا او منکراتو څخه ژغورل دی
لمونځ د جنت رهنما او لارښوونکی دی
لمونځ د پل صراط د تیریدلو جواز دی
لمونځ د قیامت د ورځۍ لومړۍ پوښتنه ده
لمونځ په قبر کې دانسان لپاره څراغ ده
لمونځ په قبر کی د نکیر او منکر جواب ده
لمونځ د مومن لپاره نور او رڼا ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *