دینې لیکنې

د لمونځ نه کولو سزا !

لمونځ د اسلام له ارکانو څخه یو مهم رکن دی او لمونځ د الله ﷻ غوره عبادت دی، زموږ اکثر مسلمانان وروڼه په لمونځ کې ډېر سست دی، خو ناخبره د دې نه چې د لمونځ کولو ډېر زیات فضیلتونه دي او د لمونځ نه کولو ډېر زیات وعیدونه دي، لمونځ د فحشا او منکراتو څخه د بچ کېدو زریعه ده او همدارنګه په قرانکریم کې د لمونځ کولو ډېر تاکيد راغلی.
لمونځ نه کول جهنم ته د تللو زریعه جوړېږي جنتيان به له جهنمیانو پوښتنه کوي چې تاسو جهنم ته څه شي داخل کړﺉ ، دوی به وايي چې
موږ لمنځونه نه کول.
دل مانځه نه کوونکی د رسول الله ﷺ په نظر کې:
له مبارکو احادیثو څخه معلومېږي چې رسول الله ﷺ د لمونځ نه کول د کفر خبره او د کافرانو طريقه او تک لاره کرځولې ده او دا به يې فرمايل چې څوک لمونځ ونه كړي،نو د هغه په دین کې هېڅ برخه نشته لکه څرنګه چې د صحیح مسلم په يو حديث کې راغلي ،چې رسول الله وفرمايل:
((بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلَاةِ (مسلم) دبنده او اسلام ترمنځ د لمونځ پرېښودلو فاصله ده))
مطلب دا دی که چېرې انسان لمونځ پرېږدي نو کفر ته رسېږي.
په يو حديث شريف کې راغلي: (( بيننا وبينهم ترك الصلاة فمن تركها فقد كفر )) . (مسند بزار)
موږ او د هغوی ترمنځ بس د لمانځه پرېښودل دي، څوک چې هغه پرېږدي،نو كفر يې وکړ.
لمونځ کول ډېر ستر دولت او ډېره لویه نېکمرغي ده او د لمونځ نه کول لوی هلاکت او ستره بدمرغي ده.
رسول الله صلى الله عليه وسلم پر لمانځه د تاکید او ټینګار په لړ کې فرمايلي:
((مَنْ حَافَظَ عَلَيْهَا كَانَتْ لَهُ نُورًا وَبُرْهَانًا وَنُجَاةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمَنْ لَمْ يُحَافِظُ عَلَيْهَا لَمْ يَكُنْ لَهُ نُورٌ وَلَا بُرْهَانٌ وَلَا نَجَاةٌ وَكَانَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَعَ قَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَأُبَيَ بْنِ خَلَفٍ)) (مسند احمد)
څوک چې لمونځ په سمه طريقه او خپل ټاکلي وخت باندې ادا كوي،نو د هغه لپاره به دغه لمونځ په قیامت کې نور او رڼا وي او د هغه لپاره به د (ایمان او اسلام) دلیل وي او د نجات ذريعه به وي او څوک چې (لمونځ) په ښه طريقه او خپل ټاکلي وخت ادا نه کړي،نو د هغه لپاره به نه نور وي او نه دليل وي، او نه به يې له عذابه وژغوري او دغه انسان به د قیامت په ورځ د قارون، فرعون، هامان، او ابی بن خلف سره وي.
الله ﷻ دې موږ ته د سم او کامل لمونځ کولو توفیق راکړي او الله ﷻ دې موږ د حشر په ورځ له شرمینده ګۍ نه وساتي.

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *