افغانستان

د لوحو او تابلو ګانو د اصلاح کمېسیون لومړۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تابلو ګانو د اصلاح کمېسيون پرون خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړه.
په دغه کمېسیون کې د اطلاعاتو او کلتور، امربالمعروف، نهی عن المنکر او کورنیو چارو وزارتونو، کابل ښاروالۍ، علومو اکاډمۍ او د کسبګرو ټولنې استازي برخه لري.د دغه کمېسیون د جوړولو اصلي موخه په ښارونو کې د اصیل افغاني کلتور مطابق د لوحو او تابلو ګانو چمتو کول دي.یاد کمېسیون په خپله لومړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې په لومړي پړاو کې به د وزارتونو او دولتي ادارو د لوحو د توحيد او په پلازمېنه کابل کې د شته لوحو د اصلاح په برخه کې عملي کار پیل شي.دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې په هېواد کې د پردي کلتور د مخنیوي په موخه د ګړندیو هڅو د پیل خبر ورکړی و.هېره دې نه وي، چې دمګړۍ د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ښارونو کې خلک د هغه لوحو له شتون څخه شکایت کوي، چې د پردیو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو په لیکدود لیکل شوې او پردۍ کلمې پکې کارول شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *