ټولنه اوکلتورلیکنې

د لور زېری!

ځینې خلک له اسلامه د ناخبرۍ او ځینې نور له اسلام سره د عناد او دښمنۍ له امله په اسلام او قرآنکریم نیوکې کوي، دا نیوکي په مختلفو برخو کې وي او په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو په موضوع کې بیخې زیاتې وي. دلته د ښځو په اړه دوه آیتونه رااخلم او ګورو چې په دې آیتونو کې له ښځو سره د چاهلیت د پېر چلند څومره په بلیغه او عجیبه انداز غندل شوی او د نجلۍ پیدا کېدل يې د جاهلیت پر خلاف چې بدمرغي یې بلله ؛ نېکمرغي بللې ده. د دې آیتونو ټولیز اسلوب ته باید یوڅه پاملرنه وکړو چې دا موضوع لوی څښتن څه ډول او په کوم اسلوب سره بیان کړې ده.
لومړۍ دالنحل سورت دا دوه آیتونه او ژباړه یې : وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ 58 يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ.
ژباړه : حال دا چې كوم يوه ته يې د لور زيری وکړل شي، مخ يې تك تور واوړي او له غوسې ډك وي (58) د هغه ناكاره خبر له امله چې ده اوريدلې، خلكو نه پټ ګرځي چې (خپله لور يې) له شرم سره له ځانه سره وساتي او كه په خاورو كې يې ومنډي، ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي (59).
دلته لوی څښتن ښځو په اړه د جاهلیت د پېر د سړیو حال په ډېره ښایسته توګه بیان کړی،هغه مهال لور شرم او د پوزې پرېکیدل بلل کېدل او که به په یوه پلار د لور زېری وشو نو له غم اوغوسې به یې مخ تک تور وخوټید لوی څښتن د دې پلار دوه حالته بیان کړي،یو یې د غوسې حالت او هغه به دومره زیاته وه چې له خلکو به یې ځان پټاو،چې هسې نه څوک یې وویني او بل یې د نوې زیږیدلې لور په باره کې شکمن دریځ بیانوي ، هغه به دوه زړی و چې اوس څه وکړي ایا له دې شرم سره چې دی د لور پلار وګرځېده خپله لور له ځانه سره وساتي او که یې په خاورو ومنډي ؟!.
دلته مهمه خبره داده چې الله جل جلاله په یوه کور کې د لور پیدا کېدل نیکمرغي او د خوشالۍ خبره بولي ځکه په دې آیتونو کې د لور د پیدا کېدلو خبر دوه ځایه په (بُشِّرَ ) سره تعبیر شوې او په عربي ژبه کې (بشارت) زیري ته وایي او د بدۍ خبر ته (انذار) وایي او د ایت له سیاق او چلند نه داسې معلومېږي چې لوی څښتن په دا ډول خلکو پورې طنز او سخریه کوې ځکه په هغوی باندې په حقیقت کې د خوشالۍ خبره بده لګېږي او دا خبره د ایت له دې جملې (مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ) څخه ښه روښانه ده یعنې د ښو زیری پرې شوی،خو دی دا ښه بد بولې او له خلکو ځان پټوي !!. او د دې ایت په پای کې قرآنکریم وایي : أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ، د دوی دا ډول حکمونه کول ډېر بد کار دی .
قرآنکریم په یوه کور کې د لور زیږېدل د خوښۍ او خوشالۍ خبر بولي او څوک چې د لور په زیري خپه او غوسه کېږي هغه خلک یې غلط او سپک بللې دي ، د اسلام د دې سپیڅلې سرچینې (قرآنکریم) له دې دوو ایتونو څخه دا خبره په ډېره ښکاره او واضحه توګه را معلومېږي،چې اسلام او قرآن مېرمن څومره درنه او نیکمرغه بولي او د مېرمنو په خلاف کرکه او غوسه یې په څومره بلیغ انداز غندلې او ترټلې ده ! خو له دې سره بیا هم ځینې بې انصافه خلک د مېرمنو په اړه د اسلام دریځ ناسم تعبیروي !!
که موږ خپل چاپېریال ته ځيرشو نو دلته هم خبره معکوسه او زموږ خلکو (د زوی زیری ) متل ګرځولی،یعنې د ډېرې خوشالۍ خبره د زوی زیری بولي په یوچا چې ښه زیری وکړل شي هغه په ځواب کې ورته وایي د زوی زیری دې شه او له بده مرغه د لور زیری بد بولي ، دلته لور سپیره او خواره برخه بلل کېږي او داسې نور .

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *