افغانستان

د لوړو زده کړو وزارت: د افغان محصلینو د ویزو ستونزې دې حل شي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې په هغه هېواد کې د افغان محصلینو د ویزې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او نیکو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
ندیم زیاته کړه، چې (افغانان په یوه سنتي او فکري ټولنه کې ژوند کوي او اسلامي امارت تل په همدې هڅه کې دی، چې هیچا ته هم په افغانانو د فکري او کلتوري نیوکې ځای پیدا نه کړي او په همدې موخه د اسلامي احکامو د پلي کولو هوډ لري).
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په افغانستان کې د نړیوالو او پخوانیو حکومتونو د ظلمونو یادونه وکړه او ویې ویل چې، د بشر اوسني تش په خوله مدافعین په هغو ظلمونو چپ پاتې وو او اوس د بشر د حقوقو په نوم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې هڅې کوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني افغانستان او پاکستان دوه دوست هېوادونه وبلل او ويې ویل چې دواړه هېوادونه سره ګډې پولې، دیني، مذهبي او کلتوري نږدیوالی لري او دې ټولو ته په کتو تر بل هر چا له افغانستان سره لازمو همکاریو ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو په برخه کې د ستونزو هوارولو ترڅنګ د تدریسي روغتونونو استادانو ته د ټریننګونو او د علمي کادرونو په برخه کې د همکاریو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *