افغانستان

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: د بې پولې ډاکترانو د خدمتونو پر وړاندې هر ډول خنډونه له منځه وړو

شریعت: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له رئیس لویز او پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان او په ځانګړي ډول په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې خدمتونه وستایل او مننه یې ترې وکړه.
مولوي ندیم دغه راز په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې سره د راتلونکي کال هوکړې ته تیاری وښود او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې خپلې غوښتنې او ستونزې ورسره شریکې کړي.
نوموړي په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د خدمتونو پر وړاندې د هر ډول خنډونو د له منځه وړلو ډاډ ورکړ.
ورپسې په میوند تدریسي روغتون کې د بې پولې ډاګټرانو ټولنې(MSF) رئیس لویز او ورسره مل پلاوي په یاد روغتون کې د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل، په راتلونکي کال کې یې هوکړې ته تیاری وښود او په دې برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه له یوه کال راهیسې په میوند تدریسي روغتون کې خدمتونه تر سره کوي او د خوارځواکۍ او سرخکانو برخې تمویلوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *