
د لوړو زده کړو وزارت کې د تحصیلی نصاب د بيا کتنې لړۍ دوام لري
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت له لوري د یو ملت پو تحصیلی نصاب د بیا کتنې په لړکې د ټولنیزو
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت له لوري د یو ملت پو تحصیلی نصاب د بیا کتنې په لړکې د ټولنیزو علومو پوهنځیو تحصیلی نصاب ته د بیا کتنی کلستر پای ته ورسید.
پدغه علمي کلستر کې د هیواد په کچه د اړونده پوهنتونونو یو شمیر استادانو، علمي کدرونو او د اړونده وزارتونو د امر المعروف، حج اوقافو ، اطلاعاتو و فرهنګ استا زوهم ګدون درلود چې پکې د کلستر برخه وال په اوو مختلفو ګروپو لرغو نپوهنه، انسان پوهنه، تاریخ، جغرافیه، فلسفه، ټولنپوهنه او ګرځندوي کلسترو ویشل شوي ول چې د اوږدو بحثونو او څیړنو وروسته هغه مضامین چې ورته اړتیا لیدل کیده ځای په ځای او هغه چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره یې اړخ نه لګاوه له نصاب څخه حذف شول په وروستۍ برخه کې د کلسترونو نشیانو خپل ګزارشاتونه په شفاهي اولیکلې بڼه د تحصیلی نصاب مسؤلینو ته وړاندې کړل چې د مسولینو د تایید وړوګرځیدل په پای کې
په کلسترو کې برخه والوته د تحصیلی نصاب رییس عبدالروف فراهی پخپله وینا کې وویل چې د هیوادونو پرمختګ د ځوان نسل په تحصیل او د تحصیلی بنسټونو په پیاوړتیا اوحدت کې نغښتی دی ښاغلي فراهي زیاته کړه موږ هڅه کوو ترڅو په هیواد کې د شته کدرونو او متخصیصینو پرمټ داسي تحصیلي نصاب جوړکړو چې زموږ محصلینو ته په لوړنړیوال کیفیت د زده کړو زمینه برابره کړو ترڅو د نړۍ له پر مختللو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه شي هغه وویل د اسلامي امارت چارواکي ژمن دي چې پدې برخه کې شته ستونزې زرتر زره هوارې کړي او د زده کړو لپاره ډاډمن چاپیریال رامنځته کړي
یاد کلستر د مرغومي په ۲۴ مه پیل او دهمدغه میاشتې په ۲۹ مه نیټه پای ته ورسید دغه لړۍ لا دوام لري
سالمزی