
افغانستان
د لوګر بادامو حاصلات ۱۰ سلنه ډېر شوي
د لوګر د کرنې ریاست مسولین وايي، چې دې ولایت کې د بادامو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زیات شوي دي. د بادامو باغ لرونکي وايي، په وروستيو کې د کرنيزو چارو يو شمير پوهانو له هغوی سره خپلې تجربې شريکې کړي چې له امله يې د بادامو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی دی. دوی وايي، که چېرې اصلاح شوي تخمونه، سرې او د اوبو منظم سیستم ورته جوړ شي حاصلات به یې لا ښه شي.