افغانستان

د لوګر له ښوونځیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

شریعت: د لوګر ولایت د ۲۷۵ بېلابېلو ښوونځیو سره د ۲۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د پوهنې رياست وياند شاه عرب وويل، چې د پوهنې رياست د وړاندیز پر اساس يونيسف موسسې د دغه ولايت په ۲۷۵ ښوونځيو کې څه باندې ۵۰ زره زده کوونکو ته د٢٣٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت درسي توکو مرسته وکړه.
عرب زياته کړه، چې په دغو مرستو کې د لومړنيو ټولګيو لپاره ټول ۲ زره ۶۴۶ درسي توکي شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې يادې ادارې تر دې مخکې هم د لوګر د ښوونځيو د ښوونکو لپاره د څه باندې ٢٨ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *