افغانستان

د لوګر محمداغې کې یو چک ډېم رغیږي

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د یاد ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه چک ډېم د جوړولو خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې دغه چک ډېم به د دې ولسوالۍ اړوند په اب بازک سیمه کې جوړ شي، چې ټولټال ارزښت یې ۴.۵ میلیونو افغانیو ته رسیږي.
ددغه چک ډېم د اوبو د زېرمونې وړتیا ۵۰۰ مترو مکعبو ته رسیږي چې چارې به یې په دریو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت هوډ کړی چې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې یوه- یوه چک ډېم ورغوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *