افغانستان

د لوګر مستوفیت ۱۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

شریعت: د لوګر ولایت د مستوفیت مسؤلین وایي، چې د تېر یوه کال په موده کې یې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د لوګرولایت مستوفي مولوي اکرام الحق وايي: د تېر ۱۴۰۱ کال په موده کې له بېلابېلو برخو څخه ۱۲۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي، چې راټول شوي عواید د ۱۴۰۰ کال له عوایدو څخه ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.د لوګر مستوفي زیاتويۤ، سره له دې، چې د امیرالمومنین حفظه الله لخوا د تېر حکومت مالیه معاف شوې، بیا هم یاد عواید ترلاسه5مخ
او د دولت حساب ته تحویلې شوې دي. ده له خلکو وغوښتل، چې د مالیاتو په ورکړه کې دې له دوی سره پوره همکاري وکړي، چې د هېواد اقتصاد لا پسې غښتلي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *