اعلامیې

د لوی اختر په پار ۴ ورځې رخصتي اعلان شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې د عرفې ورځې په ګډون د لوی اختر ۴ ورځې رسمي رخصتي اعلان کړې.

دغه وزارت پرون په خپل رسمي اېکس یاده خبرتیا خپره کړې ده. وړاندې ویل شوي چې د عرفې په ګډون به اختر ۴ ورځې رسمي رخصتي وي او د اختر څلورمه به بیاځلې رسمیات پیل شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې به راتلونکې دوشنبه، د غبرګولي ۲۸مه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

بل پلو، سعودي عربستان اعلان کړی چې په دې هېواد کې به شنبه د عرفې او یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button