دینې لیکنې

د مؤمن ځانګړنې

تل له الله تعالى سره خپلې اړيكې پالي؛

  • تل د خپل لمانځه اهتمام كوي؛
  • په خپل (مال) كې د سائل او محروم لپاره يوه برخه ټاكي؛
  • پر آخرت، مكافات او د عملونو پر بدلې او سزا باور لري؛
  • د خپل رب له عذابه وېرېږي، هغه عذاب چې امان ترې نه شته؛
  • امين وي او په امانتونو كې له خيانته ځان ساتي.
  • له نورو سره په خپلو ژمنو او تعهداتو وفا كوي او رعايت يې پر ځان لازم گڼي؛
  • د حق پر پلوۍ شهادت وركوي او له حقيقته دفاع كوي؛
  • د الله جل جلاله څخه وېرېږي؛
  • شپه او ورځ داسې سبا كوي؛ لکه الله جل جلاله چې دی په سترګو ويني؛
  • د دين په مقابل کې دنيا ورته ارزښت نه لري؛
  • د الله جل جلاله پر ورکړې قناعت کوي؛
  • د خداى جل جلاله او د رسول الله (ص) لارښوونې مني؛
  • له محرماتو ډډه کوي؛
  • د فعال فکر خاوند وي؛
  • د الله جلا جلاله ذکر کوي؛
  • د ستر زغم خاوند وي؛
  • په بحث او مناقشه کې متقابل درناوی ساتي؛
  • سينه يې له ټولو پراخه وي او د هر چا د خبرو زغم لري؛
  • د الله جل جلاله په وړاندې ځان ډېرکوچنى ګڼي؛
  • په خبرو کې يې ښوونه او روزنه نغښتې وي؛
  • غافلو ته الله جل جلاله وريادوي؛
  • ناپوهانو ته ښوونه کوي؛
  • چاچې ازار کړى وي، دى يې نه ازاروي؛
  • څه چې ورپورې اړه نه لري، لاسوهنه په کې نه کوي؛
  • د نورو پر کړاو نه خوشحالېږي؛
  • د چاغيبت نه کوي؛
  • له محرماتو بېزاره وي؛
  • شبهاتو ته نه ننوځي؛
  • د بېکسو، بېوزلو او فقیرانو لاس نیوی کوي؛
  • خوشحالي يې په څېره او غوسه يې په زړه کې وي؛
  • پر خپل فقر او مسکين خوشحاله او راضي وي؛
  • د سختيو پر وړاندې نرمي کوي؛
  • د چا رازونه نه را سپړي؛
  • خپلې کړنې نه؛ بلکې الهي لارښوونې ورته معیار دي؛
  • کاته يې خواږه او پر شونډو يې مسکاوي؛
  • د ژوند په ټولو چارو کې له زغمه کار اخلي؛
  • د لويانو درناوى او پر کوچنيانو لورېینه کوي؛
  • امانت ساتى او له خيانته لرې ګرځي؛
  • تقوا او پرهېزګاري يې غوره ملګري دي؛
  • حيا يې شهکار او د ژوند کار دئ؛
  • خبرې په ادب او له حکمته ډکې کوي؛
  • تل د عذرمنو عذر مني؛
  • د چا عیبونه نه راسپړي؛
  • د چا غيبت نه کوي؛
  • دروند، زغمناک، راضي او شکر اېستونکى وي؛
  • لږې خبرې؛ خو رښتيا خبرې کوي؛
  • صميمي او پاکلمنۍ وي؛
  • لعنت ويوونکى، دروغجن، غيبت کوونکى، ښکنځل مار، کينه کښ او کنجوس نه وي؛
  • خوشحالوونکی او ورين تندى لري؛
  • له مسلمان ورور سره اړیکې نه پرېکوي؛
  • هر کار په ډېر غور او تدبر کوي؛
  • له خپل دښمن سره لا هم بې انصافي نه کوي؛
  • په سختيو کې زغمناک او صبرناک وي؛
  • پر چا تېرى نه کوي؛
  • لږ مصرف او ډېره صدقه کوي؛
  • تل د الله جل جلاله عبادت او د خلکو خدمت کوي؛
  • په برلاسۍ کې تل عفوه کوي؛
  • پر وعده ولاړ وي؛
  • روژې ته لېوال وي؛
  • په عاجزۍ لمونځ کوي؛
  • کار داسې کوي؛ لکه الله جل جلاله يې چې ویني؛
  • د غځېدلي لاس خاوند وي؛ د فقیر او محتاج لاس تش نه پرېږدي؛
  • څه چې لاس ته راوړي، کنجوسي پرې نه کوي؛
  • تل پر خپله وعده ولاړ وي؛
  • له چا سره ژوره دښمني نه کوي او نه يې له چا سره دوستي د پوپناکېدو لامل ګرځي؛
  • د خپل دوست باطلې چارې او خبرې نه مني او نه د خپل دښمن پر حق چارو او خبرو سترګې پټوي؛
  • غوسه او کينه يې لږه؛ خو شکر اېستنه يې ډېره وي؛
  • د ورځې د خپلې روزۍ په لټه کې وي او د شپې پر خپلو ګناهونو ژاړي؛
  • که دنيوي چارې کوي؛ نو په خورا ځيرکۍ يې کوي او که اخروي کوي؛ نو خورا پرهېزګار وي ؛
  • په کاروبار کې ټګي نه کوي؛
  • په مهربانۍ د خپل ورور له تېروتنې سترګې پټوي؛
  • پر هېچا مسخرې نه کوي او نه هم څوک رټي؛

  • محمدنبي سلطان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button