
نن يې راته و وې چې دا ستا د اوسېدو نه دى
دا د ښكلو كلى دى دا ښار د اوسېدو نه دى
ښه دې سادګانې اداګانې قاتلانې كړه
هسې هم ټوټې زړګى د بيا پيوندېدو نه دى
ياره ستمګره! دومره زړه راباندې مه سېزه
زړه مې لا زلمى دى دومره زر د زړېدو نه دى
ودرېږه لږ مه پرېوځه اى د مازيګر لمره!
لا مې تنده غرى نظر موړ په تماشو نه دى
ستا او د ګل منځ كې لا سائله! ډېرې دشتې دي
تا لا د ازغو نه قدم ايښى په لمبو نه دى