
د ماشومانو روزنه جدي پاملرنه غواړي
د ماشومانو په روزنه او د هغې د شخصیت جوړونې په هکله باید کورنۍ ځانونه نانګاره نه کړي ځکه ماشومان د ژوند د پيل څخه د کورنی ژورې پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو د سالمې روزنی پر بنسټ د ښه شخصیت درلودونکی ماشوم ترې جوړشي.
ماشومتوب د ژوند داسې مرحله ده، چې د یو انسان ښه او بد اساس جوړوي. که په سمه توګه د مور او پلار لخوا د ماشومانو ښوونې او روزې ته پاملرنه وشي، نو راتلونکی به یې ډېر روښانه، آرامه او اسوده وي.
د ماشومانو د شخصیت جوړولو لومړنی چینل کورنۍ ده، په دویم قدم کې جومات، مدرسه او ښوونځی دی.د ماشوم شخصیت جوړونه له کورنۍ پیلېږي، چې په وسیله یې ماشوم د خپلې ټولنې له فرهنګ سره آشنا کیږي او په هغه کې عادتونه او عواطف را منځته کوي، چې شخصیت یې تر اغېزې لاندې راولي.
په ټوله کې د والدینو او یا هم د کورنۍ نورو غړو د فکر بڼه که هر ډول وي، د هغوی په ماشومانو لږ یا ډېر اغیز کوي.
که چیرې د کورنۍ چاپېریال جوړ وي، کولی شو په اسانۍ سره د ماشوم شخصیت جوړ کړو، د ما شومانو په ښو نومونو سره یادول، په زده کړو کې د هغوی تشویق کول او د هغوی ځینې غوښتنې منل هغه څه دې، چې کولی شي د ماشوم په شخصیت مثبت اغیز وکړي.
دویم چینل د ماشومانو د شخصیت جوړونې لپاره، مدرسه یا هم مکتب دی، چې دلته د ماشومانو د زده کړو مرحله پیلېږي.
د استاد لخوا تشویق او هڅول ماشومانو ته جرأت ورکوي، له زده کړې سره یې مینه او علاقه زیاتوي، فکر باندې یې مثبت اغیزه کوي.
خو بد بختانه زموږ له کور، ښوونځي او جومات نه نيولې، تر مدرسې پورې ماشومانو ته وهل او ټکول ورکول کېږي، چې ولې درس صحيح نه وايې او یا ولې شوخي کوې چې دا ډول کړنې د ماشوم په ذهن ناوړه اغیزه شیندي او نا هیلي په لوریې بیایې؟ ماشوم سره چې څومره په مينه، په خندا، مهربانی ، په مستي او ټوکو کې سلوک کېږي، هغومره د ماشومانو په شخصیت جوړولو کې ډېر مثبت اغيز لري.
هغه ټکي چې د ماشوم په شخصیت جوړولو کې اغېزمن تمامیږي:
۱ ـــ د ماشوم د پرځای غوښتنو پوره کول.
۲ ـــ د ناسمو غوښتنو ردول او د هغوی پوهې او درک ته په پام سره د هغوی پوهول.
۳ ـــ د ماشوم نظریاتو ته درنښت کول.
۴ ـــ د ماشوم له پاره د یوه ښه او سالم چاپېریال را منځته کول.
۵ ـــ په ماشوم کې د ښو صفتونو را منځته کول او د هغه د بدو کارونو مخه نیول.
۶- زده کړو ته تشویق کول.
۷- د مشرانو احترام ور ښودل.
۸- په ښو نومونو سره یادول.
۹- د قران کریم ورښودل.
هغه ټکي چې د ماشومانو په شخصیت بده اغېزه کوي
۱- ماشومان په بدو نومونو یادول: ماشومانو ته د خپل نوم یا ښه نوم پر ځای بد نوم اخیستل دوی زړه توري کوي، په شخصیت یې منفې اغېزه کوي او همدارنګه الله تعالی په قران کریم کې فرمایي: تاسو په بدو نومونو سره ویشتل مه کوئ، یعنې چاته بد نوم مه اخلئ، نو له دې نه دا معلومه شوه چې الله تعالی موږ له دې نه منع کړي یو، چې یو چاته بد نوم واخلو.
۲- د ماشومانو وهل ټکول: د ماشومانو وهل هغوی بزدله کوي، ډارن یې اموخته کوي، په ذهن یې بده اغیزه کوي، له زده کړو سره یې مینه ختمیږي او په ټوله کې یې په شخصیت منفې خواته بیایي.
۳- ماشومان له نورو سره مقایسه کول: احمد له تانه تکړه دی، ښه دی او ښایسته دی دا ټولې هغه خبرې دي، چې ماشوم له ځانه زړه توری کوي، شوق او علاقه یې ختموي.
۴- په هره خبره کې د ماشومانو رټل: ماشومانو ته د خبرو موقع نه ورکول او هغوی له خبرو منع کول جرات یې له منځه وړې، چې دغه اثر آن تر لویوالي په دوی پروت وي.
په شخصیت جوړونه کې د قراني زده کړو اغېزې:
قران کریم د الله تعالی هغه سپیڅلی کتاب دی، چې د یو رښتیني مومن په ژوند کې بنسټیز بدلون رامنځته کوي او په عملي کولو سره یې د انسان په فکر او ورځنیو چارو کې جذري بدلون رامنځ ته کیږي او هغه روزنیز سپیڅلی کتاب دی، چې تر قیامت پورې یې اغېز او حیرانونکي معجزات پای ته نه رسیږي.
له همدې کبله ویلی شو، چې د قران تر سیوري لاندې ژوند کوونکی انسان، د یو سپیڅلي زړه او فکر لرونکی وي.
خپل ماشومان مو په قرآني لارښودنو سره وروزئ او دا پر موږ باندې د هغوی یو د بنسټیزو حقوقو نه اساسي حق دی.
تر څو زموږ ماشومان په فطري ډول، قران کریم مینه پال را ستر شي.
حضرت عبد الله بن عباس (رضي الله عنه) وایي: کله چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) وفات شو، نو زه (۱۰) لس کلن ماشوم وم او ما په خپل دې کوچني عمر کې قران کریم حفظ کړی و.
همداراز په دې اړه امام السیوطي په خپل کتاب طبقاتُ الحفاظ کې د امام شافعي(رحمه الله) دا خبره را نقل کړې ده، چې وايي: قران کریم مې په (۷) کلنۍ کې او د موطا کتاب مې په لس کلنۍ کې حفظ کړ.
دا مثالونه مې د دې لپاره دلته ذکر کړل، تر څو موږ خپلو ماشومانو ته قران کریم او د نبي کریم(صلی الله علی وسلم) حدیث ور زده کړو، چې د ماشومانو په شخصیت کې تر ټولو اغېزمن رول لوبوي.
لیکنه: فاتح