نړۍ

د مالدیف ولسمشر: هند باید خپل سرتېري وباسي

د مالدیف نوي ولسمشر محمد موی زو د هند د ځمکو له وزیر کېرن رېجېجو سره د کتنې پر مهال له نوي ډیلي څخه په رسمي ډول غوښتنه کړې، چې له مالدیف څخه خپل سرتېري وباسي.نوموړي دغه غوښتنه د لوړې تر مراسمو یوه ورځ وروسته کړې او ویلي یې دي، چې د مالدیف خلکو د ټاکنیز کمپاین پر مهال ورته سپارښتنه کړې وه، ترڅو هندي سرتېري له هېواد څخه وباسي. هند دا مهال په مالدیف کې ۷۵ سرتېري لري او د رسنیو د راپورونو له مخې هند هڅه کوي تر څو د مالدیف چارواکي هلته د هندي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره قانع کړی.هند دغه سرتېري له مالدیف سره د نظامي همکاریو په درشل کې لېږلي وو.ویل کېږي، د مالدیف نوی ولسمشر د چین له ملاتړ څخه برخمن دی او دغه غوښتنه یې هم د بیجینګ په اشاره کړې، په داسې حال کې چې هند او چین په سیمه کې دوه لوی سیالان بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *